Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ کې به د کابل، اسلام اباد او بیجېنګ درې اړخیزه غونډه جوړه شي

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د هڅو په لړ کې، افغان حکومت هم هڅه کوي چې په دې درشل کې ځينې ګامونه اوچت کړي.

په همدې موخه ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان، چین او افغانستان د استازو کوربه وي، د مالومات پر بنسټ په دغې غونډه کې، د درې هېوادونو استازي به له طالبانو سره د خبرو اترو او همدارنګه د مذاکرې مېز ته د دغې ډلې د راکاږلو پر څرنګوالي بحث وکړي.

که‎څه هم تراوسه د دغې غونډې ګډونوال مشخص نه دي، خو ویل کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دغه هېواد په استازيتوب دغې غونډه کې ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا وايي هیله لري چې دا غونډه د تېرو غونډو پر خلاف ښې لاسته راوړنې ولري.

د سولې عالي شورا غړی قاضي امین وقات په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«داسې غونډې تر دې وړاندې هم جوړې شوې دي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې؛ خو اوسني شرایط داسې دي چې سوله په افغانستان او بهر کې وروستۍ شوې.»

له دې سره جوخت، د ناټو سر قومندان، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد سره په لیدنه کې د خبرو اترو پر افغانوالي ټینګار کړی.

هغه ویلي:«په افغانستان کې د ناټو ماموریت له افغان ځواکونو ملاتړ دی ترڅو هغوی د سولې لپاره زمینه برابره کړي. ناټو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له هڅو ملاتړ کوي.»

بل خوا ټاکل شوې سیاسي ګوندونه او بهیرونه هم خپل مرکچي پلاوی اعلان کړي.

د سیاسي ګوندونو د کمېټې رییس محمد ناطقي وايي:«زموږ پروګرام دا دی چې ګوندونه به په لومړي ګام کې له طالبانو سره په علني توګه مذاکره وکړي.»

د ګوندونو له خوا د پلاوي جوړول، د حکومت د مشورتي بورډ د ترکیب په وړاندې غبرګون دی چې څو ورځې اعلان شو.

په دې وروستیو کې، له بل هر وخته د سولې هڅې زیاتې شوې دي؛ لکه‎څرنګه چې امریکا د دغو هڅو د پرمختګ لپاره د امریکا پېژندل شوی ډيپلوماټ یې د دغه کار لپاره ګمارلی دی.

شریک یي کړئ