Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازاد شوي طالب بندیان: سوله غواړو، جګړه پلوي نه یوو

د بګرام له بندخونې ځينې ازاد کړل شوي بندیان وايي چې سوله غواړي او د جګړې پلویان نه دي.

دغه بندیان وايي چې حکومت باید د جګړې د پای او افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي چې د هغوی ماشومان وکړای شي ښوونه او روزنه وکړي.

افغان حکومت په تېرو دوه ورځو کې ۲۰۰ طالب بندیان ازاد کړل. دغه بندیان د ولسمشر د فرمان او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پرنسټ ازاد شول. ټاکل شوې چې د افغان حکومت له بندخونو پنځه زره طالب بندیان ازاد شي او طالبان هم زر تنه دولتي سرتېري ازاد کړي.

یو طالب بندي چې د بګرام له بندخونې ازاد شوی وايي:«زه د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ازاد شوم. موږ د تل لپاره په افغانستان کې سوله غواړو، موږ جګړه پلوي نه یوو؛ ځکه چې له جګړې سره افغانستان ته سوله نه راځي.»

یو بل ازاد شوی بندي وايي:«زما عمر چې ضایع شو، خو زما ماشومان، تاسې کوښښ وکړئ چې وطن جوړ کړئ او موږ نورو ته احتیاج نه وو او زموږ هیله دا ده. موږ ارامي غواړو نه وطن خرابي.»

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود ندرابي وايي، دغه خوشې شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي؛ څو بیا ځلي د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.

مسعود اندرابي زیاتوي: اوس طالبان باید سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

هغه څرګندوي:«طالبان که چېرې غواړي چې له دغې موکې استفاده وکړي را دې شي د افغانستان له دغې ټولنې او نوي افغانستان سره یوځای شي او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لامل شي او دروازې پرانیستې دي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هغه ۲۰۰ بندیان چې د افغان حکومت له خوا ازاد شوي، نامعلوم کسان دي.

هغه حکومت د طالب بندیانو په ازادولو کې په پلمه نیولو تورن وي او ویلي یې دي «چې دا ټول د دغه بهیر (سولې) له منځه وړل او د واقعي سولې په وړاندې د خنډ رامنځته کول دي.»

د دې ټولو سربېره د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر خبرداری ورکوي چې، طالبان به د جګړې په ډګرونو ګټوونکي نه شي:«طالبان هېڅکله نه شي کولای چې د افغانستان یو لوېش خاوره ونیسي، لکه څرنګه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تېر کال وروښوده چې د زور له لارې چېرته نه شي رسېدلی او سږکال هم عام او خاص چمتووالی لرو چې د هغوی له ټولو پروګرامونو او هغو خوب او خیال څخه چې لري دفاع وکړو.»

افغان حکومت ویلي چې، دغه آزاد شوي کسان د طالبانو د ۵ زره خوشې کېدونکو کسانو له ډلې دي چې، د امریکا اوطالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ خوشې شوي او د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلولو لپاره به ځينې نور طالب بندیان هم په راتلونکو ورځو کې خوشې شي.

شریک یي کړئ