Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ازبکستان چمتو دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو کوربتوب وکړي'

د ازبکستان یو پلاوی چې په ترکیب کې یې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف شامل دي، له افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي دي چې دغه پلاوی نن (یکشنبې، د وري ۱۱مه) له ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره په ارګ کې ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعګانو په ځانګړې توګه د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا وغږېدل.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ ازبکستاني پلاوي ویلي دي:«که‎چېرې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته چمتو شي، ازبکستان چمتو دی څو په سمرقند کې د دغو مذاکراتو کوربتوب وکړي.»

دغه پلاوي د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم د لیدو پر مهال په خپلو دغو څرګندونو ټينګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان لاهم چمتو نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي؛ په داسې حال کې چې له امریکايي استازو سره یې پنځه ځله او یو ځل یې هم د افغانستان له سیاستوالو سره لیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د روانې لمریزې میاشتې په وروستیو کې سیاستوال یو ځل بیا له طالبانو سره وویني. سرچینې وايي چې دا لیدنه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې نن له غرمې وروسته له ازبکستانه یو پلاوی کابل ته راغی او له ولسمشر غني او ځينو نورو حکومتي چارواکو سره یې په ارګ کې ولیدل.

شریک یي کړئ