Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبیکستان د افغانستان د سولې په اړه د روسیې له هڅو ملاتړ وکړ

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د سولې په اړه د روسیې له هڅو ملاتړ وکړ.

هغه له خپل روسي سیال ولادیمیرپوټین سره په لیدنه کې وویل چې د افغانستان ستونزې له پوځي لارې څخه نه حل کېږي. او یوازینۍ ټاکنه چې کولای شي د افغانستان کورنیو جګړو ته د پای ټکی کېږي،د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې سیاسي خبرې اترې دي.

هغه زیاتوي چې ازبیکستان د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې چې ټاکل شوې ده د اپرېل په ۱۴ مه ترسره شي ګډون به وکړي.

له بلخوا،پوتین ویلي چې هغه له میرضیایف سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا او همدارنګه په سیاسي او امنیتي برخو کې بحث او خبرې اترې کړي دي.

هغه وویل:«د ازبیکستان موقعیت زموږ لپاره په ډېره مهمه سیمه کې دی.په یاد ولرئ چې شخړې زموږ د ګاونډیو هېوادونو د سیوري په څېر،پر موږ به هم اغېزه ولري،په لومړي سره کې له افغانستان څخه.»

هغه زیاته کړه:«زموږ هېوادونه هڅه کوي ترڅو په اسیاسي هېوادونو کې امنیت او ټیکاو پیاوړی کړي او په افغانستان کې له ملي سولې څخه ملاتړ وکړي.په نړیوالې ټولنې به غږ وکړو چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې،افراط پالنې،نشه‎يي توکو او نړیوالو جرمونو په اړه په ملګرو ملتونو کې سره یوځای شئ په بریالۍ توګه همکاري وکړي.»

شریک یي کړئ