Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسماعیل‌خان: جرګه کې د حکومت پر دوام ټینګار مو سولې ته نه رسوي

پخوانی جهادي قوماندان او د جمیعت ګوند غړي، محمد اسماعیل خان ویلي، حکومت د همدې میاشتې تر پایه خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

نوموړي نن(سې‎شنبې د غويي په ۱۰مه نېټه) هرات کې د یوې غونډې پرمهال زیاته کړې که د سولې لویه مشورتي جرګه د اوسني حکومت د دوام غوښتنه او پرې ټینګار وکړي، هېواد به سولې ته ونه رسیږي.

اسماعیل خان وړاندې ویلي:«نن دا لویه جرګه چې دا حکومت عملآ مشروع نه دی، پر دوام یې ټینګار وکړي، باور وکړئ چې سولې ته نه رسیږو.»

اسماعیل خان خبرداری ورکوي، که په دې جرګه کې عدالت په پام کې و نه نیول شي هېوادوال به سولې ته و نه رسېږي.

دغه پخواني جهادي قومندان څرګنده کړې ده:«موږ د سولې مشورتي جرګې له غړو غواړو چې عادلانه فکر وکړي، که څه هم د افغانستان ولسمشر د خپل حکومت دوام اعلان کړی دی.»

په همدې حال کې لوېديځه حوزه کې د علماوو شورا مشر خبرداری ور کوي، که د وسله‎والو طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرې یوې هوکړې ته و نه رسېږي، نو په هېواد کې به د وینو تویولو لړۍ ډېره شي.

دوی له طالبانو او حکومته غوښتنه کوي چې یوې هوکړې ته ورسیږي او هېواد کې جګړې او د وینو تویولو ته د پای ټکی کیږدي‎.

د لویدیځې حوزې د علماو شورا رییس، خداد صالح څرګندوي:«موږ له سیاسي مشرانو غواړو چې د خدا په واسطه او د مظلوم ولس په واسطه ایثار وکړي، فداکاري وکړي، د ورورولۍ او محبت لاس سره ورکړئ، د یوه میز تر شا کېنئ او هېواد کې سوله راولی.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ له ټول هېواده د ۳۲۰۰ تنو په ګډون د سولې مشورتي لویه جرګه پیل شوه او د دې جرګې غړي به په څه د پاسه ۵۰ کمېټو کې د څلورو ورځو لپاره د سولې خبرو د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

محمد اسماعیل خان خبرداری ورکوي، که د سولې په مشورتي لویه جرګه کې عدالت په پام کې و نه نیول شي، دا جرګه به ګټه و نه کړي

شریک یي کړئ