Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسماعیل خان: د چین غونډې لپاره د پلاوي نوملړ وروستی شوی نه دی

پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۰مه) وویل چې افغان حکومت د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ وروستۍ کړی نه دی او لا هم د دغه پلاوي د ترکیب په اړه سلامشورې روانې دي.

دغه سیاسي څېره او مخکینی جهادي مشر چې تر اوسه یې په چین کې د بین الافغاني ناستې په نوملړ کې نوم شته د حکومت د هغو خبرو په اړه چې ګواکې د افغان دولت نوملړ بشپړ شوی غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، لا تر اوسه هم د یاد نوملړ د بشپړېدو په برخه کې د افغان حکومت او د سیاسي څېرو او ګوندونو ترمنځ خبرې روانې دي او ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې دغه پلاوی بشپړ شي.

مخکینی جهادي مشر محمد اسماعیل خان په دې اړه زیاته کړه:«په دغه پلاوي کې کابو ۲۵ حکومتي او سیاسي څېرې شاملې دي، چې پرې خبرې روانې دي او بالاخره مجبوراً په همدې اوونۍ کې باید پایلې ته ورسېږي، او هغه نوملړونه چې تراوسه اعلان شوي دي، د منلو وړ نه دي.»

خو افغان حکومت د دغه پلاوي له بشپړېدو خبر ورکوي او همداراز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وايي، د دغه پلاوي نومونه له چین حکومت سره هم شریک شوي څو په بیجینګ کې د بین الافغاني ناستې نېټه هم وروستۍ شي.

د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د عمومي ادارې مشر وحید عمر په دې ړه څرګنده کړه:«پلاوی د افغان حکومت له لوري وروستۍ شوی او له ټولو لورو سره پرې خبرې هم شوې دي، داسې پلاوی دې جوړ شي چې متمرکز، مشخص او ګټور وي.»

له بل لوري مخکینی جهادي مشر محمد اسماعیل په مسکو کې د بین الافغاني ناستې په پرتله د چین بین الافغاني ناسته مهمه بولي.

ښاغلی اسماعیل په ډاګه وايي:«طالبان غواړي چې په داشان غونډو کې د افغان حکومت د استازو ترڅنګ، مهمې او اغېزناکې سیاسي څېرې هم دخیلې وي.» 

له دې ټولو سره سره د طالبانو یو مخکینی قومندان چې په دې وروستیو میاشتو کې یې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي په دې باور دی چې، طالبان به د بیجینګ په ناسته کې له هغه پلاوي سره وګوري چې، په هغې کې سیاسي نوموتې څېرې شتون ولري.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي په چین کې بین الافغاني ناسته به ښايي د نومبر پر یوویشتمه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ