د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې نن په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې وینا کوله وویل، چې د ناټو ټول غړي هېوادونه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نهشي او باید د افغانانو ترمنځ خبرو ته مخه کړي.
د ناټو دفاع وزیران به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د دې سازمان په لګښتونو او د افغانستان په اړه هم بحث وکړي.
د ناټو سرمنشي وايي، د افغانستان د سولې او ثبات مسله د پنجشنبې ورځې د خبرو اصلي چورلیز دی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل:«افغانستان زموږ د اجنډا یو له مهمو موضوعګانو دی. له ټولو هېوادونو سره چې افغانستان کې زموږ له ښوونیز ماموریت سره مرسته کوي، ګورو. په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت لا هم دې هېواد کې یوه ستونزه ده، موږ د سولې لپاره یو بې ساری چانس ګورو.زموږ ملاتړي په ټولیز شکل افغانستان د سولې لپاره د امریکا له هڅو بشپړ ملاتړ کوي.»
هغه دوحه کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د بل پړاو خبرو ته له اشارې سره وايي، هغه د ټولو پړاونو خبرو په اړه د دې سازمان غړي خبروي.
د ناټو سرمنشي څرګنده کړه:«موږ په قوي دریځ له سولې ملاتړ کوو. زموږ ټول ملاتړي له دې هڅو ملاتړ کوو، موږ له زلمي خلیلزاد سره له نږدې مشورې کوو. هغه څو ځله دلته راغلی، څو خپلو متحدانو سره مشوره او معلومات شریک کړي. د ناټو غړي هېوادونه د سولې له بهیره ملاتړ کوي او ورته ژمن دي.»
د ناټو سرمنشي همدا ډول د طالبانو لهخوا رسنیو ته ګواښ غندي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل:«موږ په جدي ډول د خبریالانو پر وړاندې خطر غندوو، ځکه دا په بشپړ ډول د خبریالانو حق دی چې د بیان ازادۍ ته لاسرسی ولري او خپلو کارونو ته هغه ډول چې غواړي راپور جوړ کړي، لاسرسی ولري. دا یو ډیموکراټیک ارزښت دی.»
بل لورته بیا ناټو سازمان کې د امریکا سفیر ایران افغانستان ته د ترهګرو په لېږد تورنوي او زیاتوي، تر اوسه د افغانستان د سولې برخه کې دې هېواد کومه مرسته نه ده کړې.
ناټو سازمان کې د امریکا سفیر کی بیلي هاچیسون په دې اړه وايي:«ایا افغانستان د سولې اړوند به د ایران رول مثبت وي، موږ نه پوهېږو. تر اوسه دې برخه کې اغېزمن نه دی. هیلهمند یوو چې دا تګلاره بدله شي.»
تمه ده چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د پنجشنبې ورځې غونډه کې ګډون وکړي.