Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسپر: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۵زرو کمیږي

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر وايي دغه هېواد به له افغانستانه د روان زیږدیز کال د نومبر تر پایه د خپلو سرتېرو شمېر له ۵زرو راکم کړي.

هغه تېره ورځ(شنبې د زمري په ۱۸مه نېټه) له فاکس نیوز سره خبرې کړې دي او د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرو  جزییات یې ورکړي.

ټرمپ له دې مخکې له اکسیوس خبري اژانس سره له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو خبر ورکړی وو.

 هغه ویلي وو چې خپل سرتېري به افغانستان کې کابو څلورو زرو ته راکم کړي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال ویلي وو:"موږ به لنډ وخت کې ۸ او وروسته بیا خپل سرتېري ۴ زرو ته راکم کړو. اوس د خبرو په حال کې یوو او نولس کاله هلته وو او له هغه ځایه به ووځي."

ټرمپ د سرتېرو وتو کره مودې په تړاو څه نه وو ویلي، خو زیاته کړې یې وه چې  ژر به سرتېري راکم کړي.

امریکا اوس مهال افغانستان کې کابو  زره او ۶۰۰ سرتېري لري.

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ زیږدیز کال افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیل کړ او دغه ماموریت کیې له ۷۵۰ میلیارډو ډېر ډالر ولګول.

د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز سره خبرو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو له کمولو خبر ورکړی دی

شریک یي کړئ