Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اشرف غني د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان شو

بالاخره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې نن ماښام (سې شنبې د سلواغې ۲۹مه) اعلان کړې او د لومړنیو پایلو په شان یې محمد اشرف غني د دغو ټاکنو د ګټونکی وباله.

د ټاکنو کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ اشرف غني یې د دغو ټاکنو بریالی اعلان کړ او وايي چې دا پرېکړه د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو له تفتیش وروسته نیول شوې ده.

مېرمن نورستانۍ وايي:«محترم محمد اشرف غني، اتم نمبر نوماند د ۹۲۳،۵۹۲ رایو چې د ټولو معتبرو رایو ۵۰،۶۴ سلنه کېږي. محترم ډاکټر عبدالله عبدلله نهم نمبر نوماند ۷۲۰،۸۴۱ رایو چې د ټولو معتبرو رایو ۳۹،۵۲ سلنه، یولسم نمبر نوماند محترم ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایې چې د معتبرو رایو ۳،۸۵ سلنه کېږي.» 

دغه پایلې په داسې حال کې اعلانیېي چې دوی تر نورو مخکښو یعنې د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو د ولسمشرۍ د جنجالي رایو د ارزونې او بیا شمېرنې په بهیر کې له ګډونه ډډه وکړه او دغو ټاکنیزو ډلو او همداراز ځينو ګوندونو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د هر ډول پایلو د اعلان د پایلو په اړه هم خبرداری ورکړ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له پریکړې وروسته د عبدالله ټاکنیزه هم په دې اړه تازه غبرګونونه ښيي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول فضل احمد معنوي په دې اړه وايي:«څرګنده ده چې موږ تقلبي پایله مخکې مو هم ویلي وو چې نه یې منوو، درغلۍ چې شتون لري د لمر په څېر ټولو ته روښانه دي، موږ تمه لرله چې له دغو درغلیو یو اندازه واېستل شي، خو له بده مرغه دا یوه ټاکنیزه کودتاه ده چې ترسره کېږي او زه فکر کوم پایله یې د ټولو لورو لپاره ناوړه ده.

ولسمشرۍ ټاکنې چې د پایلو روښانه کېدو یې کابو پنځه میاشتې وخت واخیست پر ټاکنیزو ډلو سربیره یې د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ هم جنجالونه رامنځته کړل.

لکه څنګه چې تازه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د مرستیال دین محمد عظیمي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رییس حبیب الرحمان ننګ ترمنځ د خبرو غږیز کسټ رسنو ته رسېدلی دی.

په دغو خبرو کې د ټاکنیزو شکایتونو د  څېړنې کمېسیون مرستیال د جنجالي رایو په ارزونه کې پر بې پامۍ نیوکه کوي او وايي دغه کمېسیون له دغو ارزونو بهر شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د پاڼو سټیکرونه یا کیو آر کوډونه په دستګاوو سره روښانه کړي او یوازې د دغو دستګاوو له لارې دغه رایې بااعتباره پيژندل شوې دي. 

د ټاکنو وروستۍ پایلې ښيي چې ښاغلي غني ۹۲۳زره او ۵۹۲ رایې چې (۵۰،۶۳) سلنه رایې ترلاسه کړې دي.  

شریک یي کړئ