Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"افغانان باید سره یوځای شي او د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ د اسیا زړه - استانبول بهیر غونډې په څنډه کې وویل چې ټول افغانان باید سره یوځای شي او د بهرنیو له لاسوهنې پرته، د خپل هېواد د راتلوونکي په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي ظریف د ترکیې انادولو خبري اژآنس سره په مرکه کې ویلي چې په دغه هېواد کې به کړکېچ هغه مهال پای ته ورسېږي چې «د طالبانو او افغان حکومت په ګډون ټول افغانان، د بهرنیو له مداخلې پرته تصمیم ونیسي.»

هغه زیاته کړه:«موږ باید خپل نظر تحمیل نه کړو؛ البته زموږ له سیمې بهر خلک هم باید دا کار ونه کړوي.»

ورته مهال، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د دغې غونډې په څنډه کې له ښاغلي ظریف سره لیدلي دي او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او همکاریو پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلي ظریف په دغې لیدنه کې ویلي:«موږ په دې باور یوو چې باید افغان دولت د راتلوونکو مذاکراتو اصلي چورلیز وي او موږ د افغانستان د ټولو راسته راوړنو پر خوندیتوب ټينګار کوو او غواړو چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.»

بلخوا ښاغلي غني ویلي چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغانانو بنسټيزه غوښتنه ده، خو اساس باید دا وي چې اوربند رامنځته شي او له افغانستانه بهر د طالبانو د پټن ځایونو ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د سیمه ییزو ستونزو په کار کې، ګډه همکاري حتمي ده.
 
ښاغلي غني د افغانستان امنیت او ثبات په ګډون د ایران امنیت او ثبات هم  د سیمې او نړۍ لپاره ډېر مهم وګڼه او ټينګار یې وکړ:«موږ باید د ترهګرو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې فعالیت لري، مبارزه وکړو.»

شریک یي کړئ