Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان، چین او پاکستان له طالبانو غواړي تاوتریخوالی کم کړي

چین او پاکستان له افغانستان سره په درې اړخیزه ناسته کې پر طالبانو غږ کړی، تاوتریخوالی کم کړي چې د افغانانو تر منځ خبرو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه ناسته نن جوړه شوې وه او کابل، اسلام آباد او بیجینګ په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
 
پاکستان او چین له افغانستان سره په یوې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان د سولې په تړاو د ننګونو او حل لارو په اړه خبرې وکړې او له طالبانو یې هم وغوښتل چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره تاوتریخوالی راکم کړي.

د بهرنیو چارو وارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وویل:«دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي له کمښت، د بشرپاله اوربند له تامین او په بیړه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیله ملاتړ وکړ.»

افغان حکومت تمه لري چې روانه میاشت د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دغه ډله به تر هغې پورې له افغانانو سره خبرې پیل نه کړي چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شوي نه وي.
 
پخوانی طالب قومندان سید اکبر اغا په دې اړه وايي:«افغان حکومت د سولې هوکړه لیک پربنسټ باید د طالبانو بندیان ازاد کړي او د سولې پروژه سپوتاژ نه کړي.»           

له دې سره سم، افغان حکومت بیا هیله من دی چې، د افغانانو تر منځ خبرې به د روانې زېږېزې میاشتې په اوږدو کې پیل شي.

ښاغلي هېواد په دې اړه څرګنده کړه:«هغو اقداماتو ته په کتو چې افغان حکومت ترسره کړي، هیله همدا ده چې دغه مذاکرات په روانې زیږدیزې میاشت کې پيل شي.»

ازاد خبریال سمیع یوسفزی هم وايي:«کله چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيلېږي د دې په مانا نه ده چې طالبان دې له افغان دولت سره د یوه دولت په څېر خبرې وکړي او همدارنګه طالبان به د دغو مذاکراتو په پیل کې اوربند ته به حاضر نه شي.»

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي و، چې تر اوسه یې ۴۰۱۵ طالب بندیان له بنده خوشې کړي؛ خو ۵۹۷ هغه طالب بندیان چې طالبان یې د خوشې کېدو غوښتونکي دي، خوشې نه کړي.

شریک یي کړئ