Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د امریکايي سرتېرو له احتمالي راستنېدو د حکومت هرکلی

کابل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان له غوښتنې چې ویلي یې دي د افغانستان جګړه له بندون سره مخ شوې او د دغه بندون ماته د ناټو او امریکا ډېرو سرتېرو ته اړتیا لري،هرکلی کوي.

په همډې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دویم ځل ټېلفوني خبرو کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي خبرې وکړې.

اوس‎مهال کابل او واشنګټن په نېږدې راتلونکي کې د دواړو مشرانو د لیدنې د زمینې په برابرولو بوخت دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال په دې اړه وویل:«ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ په نېږدې راتلونکې کې له یو بل سره به وویني او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه به خبرې اترې وکړي.»

امریکا او ناټو دم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره سرتېري لري،خو د نېکولسن په باور څو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا ده ترڅو رامنځته شوی بندون له ماتې سره مخ شي.

په افغانستان کې د د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وویل:« موږ د تلفاتو د کچې په اړه اندېښنه لرو. که څه هم چې د سرتېرو راجذبول د دې تلفاتو ځای ډک وي، خو هغوی نه‎شي کولای په بشپړه توګه پیاوړي شي او دا کار یو کموالی دی.موږ د روزنې،مشورې ورکونې او د ناټو په همکارۍ کې څو زره سرتېرو کموالی لرو.

 همداراز دا امریکايي جنرال په پاکستان کې د ترهګرو امن پټن‎ځایونه د امریکا ګټو ته جدي ګواښ بولي، او د دغو امنو پټن‎ځایونو د له‎منځه وړو لپاره د اسلام آباد د راضي کولو په موخه اړتیا ده د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو بیا کتنه وشي.

هغه زیاته کړه:« پاکستان، روسیه او ایران، چې تر اوسه هم طالبانو ته مشروعیت ورکوي، له طالبانو ملاتړ کوي، د با ثباته افغانستان په جوړولو کې د افغان حکومت هڅې کمزورې کړې دي. له پاکستان سره زموږ پېچلې اړیکې بیا کتنې ته اړتیا لري.»

شریک یي کړئ