Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د امریکا د مُلکي مرستو په اړه د ګډې څېړنې پیل

 افغان او امریکايي چارواکو نن سې‎شنبې (د غوايي په ۲۴مه) کابل کې د یوې غونډې په لړ کې په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا  مرستو د بیاکنتې بهیر پیل کړ.

افغان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت په یوې ګډې خبرپاڼه کې وايي چې د سې‎شنبې غونډه د ښې حکومتوالۍ او ځان بساینې لپاره په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څېړنې او بیاکتنې بهیر پیل دی.

په خبرپاڼه راغلي دي:«د مُلکي مرستو ګډه ارزونه او بیاکتنه، د افغان ولسمشر محترم ډاکټر محمد اشرف غني په غوښتنه او د امریکا په تایید سره ترسره کېږي. چې سټراټيژيکو همکاریو، همغږۍ، د افغان حکومت پراختیايي لومړیتوبونو، لاسته راوړنو او د ننګونو په ګوته کولو ته متمرکزه ده.»

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د دغې څېړنې پر بنسټ به روڼټیا، ځوابوینه او د افغانستان لپاره د امریکا مُلکي مرستو د لومړیتوب ډلبندي او همدارانګه په افغانستان کې د بنسټونو د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ملاتړ زمینې برابرول دي.

همدارنګه دواړو لورو هوکړه وکړه چې په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د خلکو د ملاتړ، مرستې او همدارنګه د هېواد د ځان بساینې لپاره دوام پیدا کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه نغوته شوې چې امریکا له افغان حکومت سره په همغږۍ مُلکي مرستې به د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زېربناوو او د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په برخو کې ولګوي.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي دي چې امریکا او افغانستان، ځان بساینې ته د یوه رسېدلي افغانستان لپاره د نږدې همکاریو د دوام غوښتونکي دي.

افغان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت په یوې ګډې خبرپاڼه کې وايي چې د سې‎شنبې غونډه د ښې حکومتوالۍ او ځان بساینې لپاره په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څېړنې بهیر پیل دی.

شریک یي کړئ