Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د ۳ زره سرتېري استول او د هوايي ځواک پر روزنې ټینګار

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن د بروکسل په غونډه کې وویل چې افغانستان ته درې زره تنه نور سرتېري استوياو دغه سرتېري به د پرېکنده ملاتړ ماموریت یوه برخه وي.

ستولتنبرګ وايي نوي سرتېري به په جګړه کې ګډون نه کوي بلکې افغان ځواکونو ته به روزنه ورکوي.

افغانستان ته د ناټو د درې زره تنه نورو سرتېرو استولو سره به د دغه سازمان د ټولو سرتېرو شمېر ۱۶ زره تنو ته لوړ شي.

 د ناټو دفاع وزیران سره هوکړې ته ورسېدل ترڅو افغانستان ته ۳ زره تازه دمي سرتېري واستوي.

د ناټو سرمنشي وايي، چې دغه ځواکونه به افغان پوځیانو په ځانګړې توګه هوايي ځواکونو ته روزنه ورکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل:«موږ بیا جنګي ماموریت ته نه ستنېږو، باور لرو او غوره ده، چې افغانان به په اوږد مهال کې په خپله د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت مسوول وي او موږ له هغوی ملاتړ کوو. خو دغه ملاتړ زیاتوو. د ناټو پوځي روزنکي له ۱۳ زره ۱۶ زرو ته زیاتوو.»

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ افغانستان ته د ناټو د زیاتو سرتېرو له استولو هرکلی کوي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له ناټو او امریکا سره تعرف شوې او سټراټېژیکې اړیکې لرو او موږ ټول په ګډه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کوو، هغوی (امریکا او ناټو) له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې دوامداري مرستې اعلان کړې دي.»

بل خوا د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بریدونو  زیاتوالی د هغوی ماتې بولي او وايي چې طالبان ناکام شوي دي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:«پیغام مو دا دی چې موږ غواړو په افغانستان کې پاتې شو، ترڅو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړو مرسته او همکاري ورسره وکړو ترڅو له طالبانو او نورو ترهګرو ډولو سره جګړه وکړي او په خپل هېواد کې امنیت ټينګ کړي. تاوتریخوالی، شکونه شته، خو افغان ځواکونه پیاوړي او مسلکي کېږي او هر ځل کولای شي چې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړي. وینو چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خپلو سټراټېژیکو موخو ته چې د ولایتونو د مرکزونو نیول دي نه دي رسېدلي او همدارنګه پر ملکیانو د طالبانو د بریدونو زیاتوالی موخو ته په نه رسېدو کې د هغوی د ناکامۍ له امله دي.»

په افغانستان کې به د ناټو او امریکا ځواکونه په هغه صورت کې زیات شي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار د ځانګړې ادارې د رپوټ له مخې طالبانو په تېرو ۹ میاشتو کې تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخې کړې دي.

شریک یي کړئ