Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د خوراکي کړکېچ له مخې په نړۍ کې درېیم هېواد پېژندل شوی

د خوراکي توکو په وړاندې د کړکېچونو نړیوالې شبکې، افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کړکېچ له امله درېیم تر ټولو بدتره هېواد معرفي کړی دی.

د دغې شبکې په نوي رپوټ کې چې نن (یکشنبې د غوايي په ۷مه) خپور شوی راغلي دي چې په افغانستان کې ۱۱ مېلیونه او ۳۰۰ زره تنه د خوراکي کړکېچ سره مخ دي. 

په دغه رپوټ کې یمن او د کانګو ډموکراټیک جمهوري هغه هېوادونه دي چې د خوراکي توکو له کړکېچ سره د ښکېلو هېوادونو په لومړي او دویم ځای کې دي.

له دې سره جوخت په دغه رپوټ کې، کابل کې یوه له زرګونو کورنۍ چې له ډېرو کلونو راهیسې له ستونزو او کړاونو سره لاس او ګریوان ده انځور شوې ده.

کابو یوه نیمه لسیزه کېږي چې دا ریکا نومې مېرمن د خپلو ناروغو اولادونو لپاره په یوازې هڅې کوي.

د هغې دوه زامن او یوه لور چې اوس ځوانۍ ته رسېدلي د ناروغۍ له امله له ماشومانو زیات څارنې ته اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکې ریګا په دې اړه وايي:«خبرې نه شي کولای، هغه بل لږ لږ ډوډۍ خوړلی شي، بل یې هم ښه دی؛ خو هغه بل چې ډوډۍ خوري، خپل ټول ځان ککړوي. بیا په خپله مې ډوډۍ په خولې کې ورکوم. په لاره هم نه شي تلای، تغوړېږي.»

په کابل کې پر ګرځېدو له محدودیت مخکې ریګا له خپلې خواښې سره د خلکو ډوډۍ پخوله او له دې لارې یې د بچیانو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کوله خو اوس دا کار هم نه لري.

ریکا همدارنګه زیاتوي:«تنور مې کاوه یوه وچه ډوډۍ به وه، له همدې وچې ډوډۍ سره مې ګذاره کوله. ماشومان مې جوړ نه دي چې سودا راوړي او پیسې یې هم نه لرو.»

د ریګا خواښې وایي زوی یې اوولس کاله مخکې د ناروغۍ له امله مړ شو او څه موده مخکې یې خاوند هم ورک شوی دی.

د ریکا خواښې زهرا هم وویل:«زما خاوند ورک شو. دا زوی مې هم داسې شو. او ځوانیمرګ شو. زما خاوند ځوان و، او د خپل ترخیض لپاره میدان ښار ته ولاړ او نور معلوم نه شو چې څه شو.»

د خوراکي توکو د کړکېچونو په وړاندې د نړیوالې شبکې د یوه تازه رپوټ له مخې په اوسني وخت کې افغانستان په نړۍ کې د خوړو د ستونزې له پلوه تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي.

دغه رپوټ چې د څو معتبرو سازمانونو له هغې جملې اروپايي ټولنې، د بشردوستانه چارو د همغمږۍ دفترونو، د ملګروملتو له ماشومانو د ملاتړ او د خوړو سازمان او د امریکا د پراختیایي ادارې په همکارۍ برابر شوی دی.

په دې لړ کې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو د هېواد د اقتصاد د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اقتصاد وزیر مصطفي مستور په دې اړه څرګنده کړه:«د صنعت په سکټورونو او د خدماتو په سکټورونو کې، د یوولس سلنې او بالاخره تر اته سلنې؛ دا هماغه وروستۍ سناریو یا بدبینانه سناریو ده که چېرې موږ هغه ته ورسېږو، بالاخره په دغه ۳۰۰ او څو مېلیارد افغانیو اغېزه ولري.»

د خوراکي کړکېچونو په وړاندې د نړیوالې شبکې رپوټ ښيي چې د ۲۰۱۹ز کال په پای کې په ۵۵ هېوادونو کې ۱۳۵ مېلیونه کسان د خوړو له سخت ناورین سره مخامخ دي او په دې برخه کې چټک اقدام ته اړتیا لري چې په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو ته په پام سره به په ۲۰۲۰ز کال کې لاخراب شي.

شریک یي کړئ