Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د رسنیو ازادي نړیوال کمپاین سند لاسلیک کړ

کابل کې د بریټانیا سفارت دوشنبې(سلواغې په ۷مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د دغه سند له لاسلیک سره افغانستان ژمن دی چې د رسنیو آزادي، د حالت ښه والي، بهر او په کور هېواد کې د ننه د خبریالانو خوندیتوب لپاره کار وکړي.

خبرپانه زیاتوي، افغانستان د مطبوعاتو آزادۍ نړیوال ائتلاف یوځای کېدو سره د دغه ائتلاف د غړو هېوادونو شمېر ۳۵ ته رسیږي او دغه هېوادونه به د خبریالانو خوندیتوب او د رسنیو ازادۍ لپاره کار کوي.

د دغه کمپاین موخه د رسنیو آزادۍ ته د نړیوالې ټولنې د توجه جلب او همداراز د هغو کسانو محدودول دي چې د رسنیو ازادي نقض کوي.

په همدې حال کې د خبریالانو ملي ټولنه وايي چې حکومت باید د خبریالانو پروړاندې پرتې ستونزې لیري کړي.

د دغه سند د لاسلیک پرمهال د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش وویل:«د بیا ازادۍ او دفاع پر وړاندې هم زموږ مسوولیتونه زیاتوي، زموږ رسنۍ او خبریالان هم امیدواره کوي چې په دې برخه کې د یوه نړیوال ائتلاف له ملاتړه برخه من دي.»

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي د بیان ازادي د افغان حکومت یوه لویه لاس ته راوړنه ده او د سولې په بهیر کې به سره کرښه وي.

هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«د بیان آزادي کله هم نه معامله کیږي او د افغانستان حکومت د بیا له ازادۍ د یوه معنوي ارزښت په توګه ملاتړ کوي او افغانستان شا تګ نه کوي.»

افغانستان په داسې حال کې ددغه ایتلاف غړیتوب ترلاسه کوي چې د بې پولې خبریالانو سازمان د رپوټ له مخې دغه دا هیواد په ۲۰۱۹ کال کې له مکسیکو او سوريې وروسته د خبریالانو لپاره ترټولو مرګونی هېواد و.

د ۲۰۲۸ زیږدیز کال راهیسي کاناډا او بریټانیا د رسنیو ازادي نړیوال کمپاین مشري په غاړه لري

شریک یي کړئ