Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان غواړي په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شي

د افغانستان پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي او د دغې ډلې له خوا په ځلونو د سولې د خبرو اترو له ردېدو وروسته، حکومت پرېکړه کړې ترڅو په قطر کې د دغې ډلې سیاسي دفتر وتړل شي.

د ملی امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د شرق الاوسط عربي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په قطر کې د طالبانو دفتر کومه ګټه نه ده لرلې او له همدې امله کابل له قطر سره خبرې اترې پیل کړې  دي تر څو دغه دفتر وټړل شي.

ښاغلي اتمر په دې اړه زیاته کړه:«له څه باندې اوو کلونو موږ د قطر له دفتره کومه ګټه ونه لیده. اوس موږ د قطر له حکومت سره د خبرو په هڅه کې یوو چې دغه دفتر د سولې په بهیر کې کومه مثبته پایله نه ده لرلې نو د هغه تړل غوره دي. اوس موږ د قطر له حکومت سره خبرې کوو.»

د ملي امنیت د سلاکار ویاند قادرشاه هم په دې اړه وویل:«د دغه دفتر له پرانیستو موخه دا وه چې د دغه دفتر له ادرسه له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په رسمي توګه پیل شي، خو لکه‎ څرنګه چې لیدل کېږي تراوسه د دغه دفتر له ادرسه له حکومت سره رسمي خبرې اترې پیل شوي نه دي او همدارنګه د سولې بهیر هم د دغه دفتر له ادرسه یو ګام هم وړاندې نه دی تللی.»

ښاغلی اتمر په دغو خبرو اترو کې له پاکستان نه غوښتې چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټن‎ځایونه له منځه یوسي.

اتمر ټینګار کوي چې تر دې دمه د سولې په تړاو د پاکستان د صادقانه همکاریو کومه نښه نه لیدل شوې.

اخوا تمه کېده چې د پاکستان نوم د ترهګرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل شي خو د سعودي عربستان او ترکیې د مخالفتونو په علت په دغه تور نوملړ کې د پاکستان نوم له شاملېدو مخنیوی وشو.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواجان مینه‎پال په دې اړه وویل:«حکومت په دې اړه کار کوي چې د کابل پروسې له لارې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره را وبولي.»

اخوا سپینه ماڼۍ وايي که‎څه هم واشنګټن د لومړي ځل لپاره د هغه د اقداماتو له امله حساب ورکوونکی بولي، خو د اسلام اباد له اقداماتو تراوسه راضي شوي نه دي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاند راج شاه وايي:«موږ له پاکستان سره په خپله اړیکه کې ځينې وضاحتونه راوستي. د لومړي ځل لپاره، موږ پاکستان د هغه د کړنو له امله حساب ورکوونکی بولو. موږ ځينو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د پاکستان لږ پرمختګ لیدلی، خو ولسمشر ټرمپ، له دغه پرمختګ راضي نه دی.»

 واشنګټن څو اوونۍ وړاندې پر پاکستان د فشارونو د زیاتېدو په موخه له فرانسې او جرمني څخه وغوښتل چې د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په تور نوملړ کې د پاکستان نوم شامل کړي.

د پنټاګون ویانده ډنا وایټ وايي:« د امریکا دفاع وزیر په دې باور دی چې پاکستان یو فرصت لري ترڅو د سیمه‎ییز امنیت لپاره کار وکړي او دغه کار د پاکستان په ګټه هم دی او باید په دې برخه کې ګامونه زیات شي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر په نیویارک کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې له نوموړي وغوښتل چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له تړل کېدو سره هوکړه وکړي.

اوس به ولیدل شي چې د دې دفتر په تړل کېدو سره به د سولې د خبرو اترو برخلیک څنګه شي.

له دې وړاندې، د امریکې ولسمشر په نیویارک کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې له هغه څخه غوښتي وو چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له تړل کېدو سره هوکړه وکړي.

شریک یي کړئ