Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان په اړه د امریکا پر کړنلارې د "بلک‎واټر" مشر نیوکه

د امریکايي پوځي خصوصي پوځي شرکت بنسټ‎اېښودونکی، اریک پرینس له "سي‎ان‎ان" ټلویزیون سره په خبرو اترو کې ویلي دي چې ډېر شمېر امریکایان له افغانستان څخه د امریکا د وتو غوښتنه لري، خو دی ورسره مخالف دی. 

ده ویلي دي کله چې امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو داعش او طالبان به شپږو میاشتو کې خپل بیرغونه کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو پر سفارت وځړوي.

پرینس زیاته کړې ده چې که د امریکا حکومت وغواړي نو بلک واټر شرکت به د افغانستان جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ او ترهګرو ځپلو په موخه چورلکې چمتو کړي، خو ویل کېږي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسون د دې شرکت وړاندیز رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې میلي ترې ټایمز خپرونې په یوه نوي رپوټ کې یې لیکلي چې د بلک واټر خصوصي امنیتي شرکت مشر، اریک پرینس‎افغان حکومت ته وړاندیز کړی دی، ترڅو د افغان ځواکونو ملاتړ، طالبانو او ترګرو ځپلو په موخه له هوايي خصوصي ځواکونو څخه کار واخیستل شي.

پرنس ادعا کړې ده چې د دوی وړتیا په ټول افغانستان کې په یوه ساعت کې د چټک غبرګون وړتیا لري او پرېکړه به هم افغان چارواکي کوي.

اوس‎مهال افغان هوايي ځواکونه د بلک هاک پر ځای د مي‎ـ‎۱۷ الوتکو پر بدلون کار کوي.

په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې افغانستان کې د امریکا سفیر په دې باور دی چې کابل به د خصوصي شرکتونو پوځي حضور سره هوکړه ونه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې امریکامتحده ایالاتونه غواړي نوې تګلاره کې یې افغانستان کې پر ترهګرو د هوايي بریدونو غوښتنه وکړي.
 
ویل کېږي چې پرنس د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې پرنس خپل وړاندیز د افغانستان حکومت ته سپارلی وه او په دې وړاندیز کې چورلکې او بې‎پيلوټه الوتکې شاملې دي

شریک یي کړئ