نیویارک ټایمز سې شنبې(د لړم په ۲۸مه نېټه) راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان، استرالیايي کوین کینګ او امریکايي تیموتي ویکس په زابل ولایت ازاد کړل شوي دي.
کوین کینګ او تیموتي ویکس کابو درې کاله د طالبانو په بند کې وو.
خو تر اوسه د افغانستان او امریکا حکومتونو په رسمي توګه د یادو کسانو د خوشې کولو په تړاو څه نه دي ویلي.
د دوو بهرنیو استادانو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې تېره ورځ حقاني ډلې درې غړي له بګرام زندانه خوشې شول.
سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د حقاني ډلې درې غړي له بګرام زندانه خوشې شوي او قطر ته استول شوي، خو دا کسان به هلته په کورني بند کې وي.
افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې له کابله وتښتول شول.
له دې مخکې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر، مایک پومپیو او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار، رابرت اوبراین سره د ټېلفوني اړیکې په ترڅ کې د حقاني ډلې د بندیانو خوشې کولو خبرې کړي او همداراز یې ټینګار کړی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره اوربند او یا هم د تاوتریخوالیو کمښت اړین دی.
ولسمشر غني یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د حقاني ډلې دا درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید یې د بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ډول خوشې کړي دي.
انس حقاني، د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني ډلې د اوسني مشر او د ملاهبت الله د مرستیال سراج الدین حقاني میرنی ورور دی، انس حقاني د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال تلې میاشت کې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د محمد عمر زوی حافظ رشید د حقاني ډلې د سیاسي مسوولیتونو ترڅنګ د دې ډلې د پوځي قوماندان په توګه هم کار کړی دی، نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خوست والي و.
خو له انس حقاني او حافظ رشید څخه درې کاله مخکې یعنې ۱۳۹۰ کالې کې مالي خان چې د حقاني شبکې مالي مسوولیت یې درلود نیول شوی و.
د طالبانو ډلې دغه درې بندیان د کابل د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي کېږي.
د کابل د امریکايي پوهنتون دغه دوه استادان د ۲۰۱۶ز کال د اګست په اتمه له کابله وتښتول شول او طالبانو ته نږدې سرچینو وویل چې دغه استادان له حقاني ډلې سره دي.