Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ډي ان اې د ازموینې مرکز جوړ شو

نن (یکشنبې د مرغومې په ۶مه) د افغانستان په عدلي طب کې د «ډي ان اې»د ازموینې لومړنی مرکز فعال شو.

دغه مرکز نن له غرمې مخکې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز او د نورو حکومتي چارواکو له خوا پرانیستل شو.

دغه مرکز د پنځوس مېلیونو افغانیو په لګښت جوړ او کورني متخصاصان به د دغه مرکز ازموینې ترسره کوي.

له دې مخکې په افغانستان کې دا ډول مرکز نه و جوړ شوی او د ناروغانو، تورنو او د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ډي ان اې د ازموینې لپاره له افغانستانه بهر ته استول کېده.

د عامې روغتیا وزیر وايي د انسانانو د ډي ان اې ازموینه د مجرمینو، د ماشومانو د پېژندلو په تېره بیا د عدلي او قضايي ادارو لخوا د عدالت په عملي کولو کې رول لري.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په دې اړه وویل:«دا مرکز د دې لپاره دی چې د بي ګناه او ګناه کار ترمنځ توپیر وکړي. دا مرکز کولای شي د هغو انسانانو بېلګې چې په چاودنو او ځانمرګو او یا هم طبیعي پېښو کې له منځه ځي وپېژني.» 

خو اجراییه ریس په داسې حال کې چې د ډي ان اې ازموینې د مرکز جوړېدل د عدالت په ټینګښت کې حیاتي بولي د زورواکو او سیاستوالانو له نفوذه د دغه بنسټ پر خپلواکۍ ټینګار کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله زیاته کړه:«که چېرې دلته هم لاسوهنه وشي... موضوع خرابېږي. په دې برخه کې باید د هېڅ سرچینې او د هېڅ ارګان مداخله ونه زغمل شي.»

ډي ان اې یوه طبي ازموینه ده چې د هغه پر بنسټ د یوه کس جنیټکي او ارثي پېژاند مشخص کېږي او د جرمونو په سپړنه کې ډګیزه ونډه لري.

د لویې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال وايي:«د دغه مرکز په مرسته، موږ کولای شو عدالت ټینګ کړو او سالمه قضاوت وشي.»

د عدلي طب مرکز په ۱۳۵۹ کال کې جوړ شوی، خو تراوسه په دې قادر نه و چې د ډي ان اې ازموینې ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر وايي چې له دې مخکې په کال کې د ډي ان اې کابو سل ازمونیې له هېواده بهر حتا کاناډا ته استول کېدې.

شریک یي کړئ