Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هڅو پيل

په چین کې د «کرونا»په نامه وژونکی خپرېدو او په ځينو نورو هېوادونو هغه پراختیا، افغانستان یې هم اندېښمن کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یې په ټولو هوايي ډګرونو او ولایتونو کې څارنیزې تابیاوې نیولي دي.

د افغانستان په ګاونډ چین هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره، تراوسه ۴۱ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۲۰۰ نور په دغه ویروس ککړ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نظام الدین جلیل وویل:«د عامې روغتیا وزارت د دې په پام کې نیولو سره چې افغاسنتان له دغه هېواد سره یوه ګډه پوله لري، د پوهاوي د پیغامونو د پیل او خپرېدو بهیر مخکې پیل کړی او همدارنګه د رپوټ ورکړې سیسټم هم فعال کړی چې له نږدې یې څارنه کېږي؛ زموږ رپوټونه ښيي چې تراوسه له نېکه مرغه په افغانستان کې څوک په دغه ویروس ککړ نه دی.»

افغانستان ته د چین نږدې والی په افغانستان کې هم د دغه ویروس د خپرېدو ویره زیاته کړې ده.

د هوايي ټرافیک د تنظیم چارو رییس غلام معصوم معصومي وايي چې له افغانستانه چین ته په مستقیمه توګه په اوونۍ کې یوه الوتنه کېږي او همدارنګه له دوبۍ، هند او پاکستانه په غیر مستقیمه توګه الوتنې دغه هېواد ته کېږي چې په لسګونه مسافر له چین څخه افغانستان ته او برعکس یې لېږدوي. 

د دغه ویروس منشا د چین «ووهان»ښار دی؛ خو د همدې ویروس له امله ۴۸ مېلیونه کسان، د دغه هېواد په څو ښارونو کې تر روغتیايي څار لاندې دي او په دې ښارونو کې ځانګړی حالت هم اعلان شوی دی. 

افغان زده کړیالان چې په چین کې دي وايي ډاکټرانو د دغه ویروس په اړه دوی ته روغتيايي لارښوونې کړې دي.

په چین کې افغان زده کړیال فرزاد صالحي وايي:«ډکټرانو ویلي د دغه ویروس علایم، تبه، اسهال، په ساه اخیستلو کې ستونزه او همدارنګه توخی دي.»

د کرونا ویروس یو له وژونکو ویروسونو دي چې، یوه میاشت مخکې د چین په ووهان ولایت کې پیدا شوی دی.

له چین سربیره، په مالیزیا، امریکا، سویلي کوریا، استرالیا، فرانسې او سعودي عربستان کې هم د دغه ویروس خپرېدا ثبت شوی دی.

شریک یي کړئ