Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو پر هواري د امریکا ټنیګار

امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې سیاسي اختلاف ژر تر ژره هوار شي.

مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې، الیس ویلز خپل یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان مشرتابه باید ملي یووالی لومړیتوب کړي او ترې ساتنه وکړي.

هغې زیاته کړې چې موازي حکومت د افغانستان خلکو لپاره ځواب ویونکونکی نه دی او خلکو ته زیان رسوي، او د دغې ستونزې پر پایته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

بل لور د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر ټویټر یادې موضوع په تړاو لیکلي چې اوس د افغانانو ترمنځ د جوړجاړي وخت دی.

ښاغلي خلیلزاد زیاتو کړې: اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی  وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکیچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی.»

نوموړي همداراز څرګنده کړې اوس مهال باید د کرونا ویروس زیانونو مخنیوي باندې پام وشي:«دغه کړکیچ، امنیت ته زیان رسوي. کروناوایروس مرګوني ګواښ رامخې ته کړی او له افغانانو غواړي چې خپل هیواد او خپلو خلکو ته لمړیتوب ورکړي. د ژوند او مرګ موضوع ده.»

د۱۳۹۸ زیږدیز کال د تلې په شپږمه نېټه د ولسمشر ټاکنو وروسته د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او له ولسمشر غني سره یې په یوه ورځ (دوشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) هغه هم لوړه وکړه او خپل حکومت یې اعلان کړ.

او د نېږدې دوو اوونیو په تېرېدو سره لا هم دا ستونزه پر ځای پاتې او نه ده هواره شوې.

په همدې حال کې تېره ورځ(چهارشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.

ښاغلي عبدالله ته نېږدې کسان وايي چې دواړو لورو هېواد کې د سیاسي کړکېچونو پر هواري او د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ