د بهرنیو چارو وزارت، ازبکستان کې د طالبانو له یوه پلاوي د دغه هېواد د هرکلي پر بڼې نیوکه وکړه.
دغه وزارت وايي چې له طالبانو د هرکلي رسمي بڼه د دې ښودنه کوي چې ازبکستان د سولې خبرو اترو د زمینې برابرونکی نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان د خلکو او دولت په مالیکت او مشرۍ د دغه هېواد د سولې بهیر ته درناوی وکړي.
هغه زیاته کړه:«د طالبانو له استازو د رسمي هرکلي بڼه او د خبرو څرنګوالی، د دې څرګندوي نه چې ازبکستان دې د افغان دولت او طالبان استازو ترمځ د سولې خبرو اترو زمینه برابره کړي.»
په هغو انځورونو کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي، د دې ښودنه کوي چې طالب استازي ازبکستا ته تللي، چې د ازبکستان د چارواکو له خوا یې نسبتاً رسمي او تود هرکلی شوی دی.
په دغو انځورونو کې همدارنګه لیدل کېږي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیزکاملوف او د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت ایرګاشیف د طالب پلاوي هرکلی کوي.
طالب استازو، قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له څو ورځنیو خبرو وروسته ازبکستان ته ولاړل. د طالبانو د دغه پلاوي مشري د ملابرادر په غاړه ده.
افغان حکومت له دې مخکې دوه ځله پاکستان ته د طالب استازو د سفر او په روسیه کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو اترو کې د ګډون په اړه ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی و.