Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د تاوتریخوالي د کموالي په هکله لاهم مشخصه طرحه نه لري

په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کموالي د طرحې عملي کېدو ته ډېرې ورځې نه دي پاتې؛ خو افغان حکومت تر اوسه د تاوتریخوالي د کموالي لپاره مشخصه طرحه نه لري او د تاوتریخوالي د کموالي اصطلاح د پوځيانو لپاره څرګند تعریف نه لري.

د تاوتریخوالي کموالی تر ټولو مهمه هوکړه ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ له څه باندې یو کلنو خبرو وروسته تر لاسه کېږي.

راز محمد چې په کندهار کې پر پوځي ماموریت بوخت دی، یو له هغو پوځیانو دی چې د تاوتریخوالي د کموالي پر جزیاتو نه پوهېږي او د حکومت د امر په تمه دی.

په کندهار کې پولیس سرتېری رازمحمد په دې اړه وايي:«هر وخت چې زموږ مشران پر موږ غږ وکړي لکه چې د تل په څېر په خپلې دندې استوار یوو او قرباني مو هم ورکړې له هغوی به بیا هم پيروي وړکړو.»
    
اجراییه رییس له دولتي ځواکونو غواړي چې د تاوتریخوالي د طرح د کموالي په عملي کېدو کې د سولې او ټیکاو لپاره خپله اراده ثابته کړي.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي د کموالي پر جزیاتو کار کېږي او له طالبانو هم غوښتل کېږي چې دغې موکې ګټه واخلي او د تاوتریخوالی د کمښت طرحې په عملي کولو بهیر کې د سولې لپاره خپل هوډ څرګند کړي.

عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«کله چې د تاوتریخوالي د کموالي پر جزیاتو کار کېږي، د هغه عملي کېدل او د سولې لپاره زموږ د ارادې ثابتول ډېر مهم دي.» 

خود تاوتریخوالي د کموالي اصطلاح د دولتي ځواکونو لپاره ډېره روښانه نه ده.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي په دې اړه څرګندوي:«یو افغان پوځي باید پوه شي چې زما دنده څه ده، که چېرې زه طالب ووینم پر هغه ډزې وکړم او که هغه ته ښه راغلاست ووایم؟»

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي هم په دې اړه وايي:«زموږ مشران باید له امریکایانو سره کېني او د تاوتریخوالي د کموالي پر اصطلاح یو مشخص تعرف دې ترلاسه کړي.»
 
طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي دي چې د تاوتریخوالي کموالی په اصل کې نا اعلان شوی اوربند دی؛ خو تر اوسه هغه څه چې د افغان حکومت چارواکي یې د تاوتریخوالي د کموالي د اصطلاح  تعریف بولي دا دي چې طالبان پر ښارونو یرغلیز بریدونه نه کوي؛ لویې لارې نه تړي او ځانمرګي بریدونه نه کوي.

شریک یي کړئ