Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادولو بهیر له بشپړېدو خبر ورکوي

د ملي امنیت شورا دفتر  وايي د بندیانو د ازادۍ بهیر پایته رسېدلی او باید د سولې خبرې پیل شي.

یاد دفتر یوه ټویټ کې نن(پنجشنبې د وږي په ۱۳مه نېټه) همداراز زیاته کړې چې زموږ کمانډو ځواکونو او  طالب بندیان ازاد شوي او یوازې هغه طالبان بند کې پاتې دي چې په تړاو یې نړیوال غبرګونونه شته دي.

د امنیت شورا زیاتوي چې د پاتې طالب بندیانو ازادولو په موخه  ډیپلوماټیکي هڅې رواني دي.

په همدې حال کې طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې د ۵زرو طالب بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ شوی او یوازې ۷ تنه چې په تړاو یې استرالیا و فرانسه ملاحظه لري پاتې دي.

دغه سرچینې وايي چې ټاکل شوې یاد اووه تنه جنجالي بندیان قطر ته ولېږدول شي.

په همدې حال کې له طالبانو سره د سولې مرکچې پلاوي مشر، معصوم ستانکزي ژر تر ژره د سولې خبرو له پیله خبر ورکړی.

هغه پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د سولې خبرو کې به د هېواد ټولو وګړو حقونه خوندي ووسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه ۵ زره طالب بندیانو د افغان حکومت له بند خونو ازاد شي، خو له دې ډلې د ۴۰۰ ازادول له بندون سره مخامخ شول او دغه بهیر وځنډید.

شریک یي کړئ