Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د ټرمپ د څرګندونو په اړه د توضیحاتو غوښتونکی شو

افغان حکومت، د افغانستان په اړه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د توضیحاتو غوښتونکی شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپانه کې راغلي دي چې د افغانستان ملت هېڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي چې برخلیک یې وټاکي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له نړۍ په ځانګړې توګه له امریکې سره د افغانستان شراکت او همکاري د ګډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ دی.

د ارګ په خبرباڼه کې راغلي، افغان حکومت له ډپيلوماټیکې او دولتي لارې د ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه توضیحات او روښانیتا غواړي چې د پاکستان له لومړي وزیر سره د لیدو پر مهال کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳۱مه) د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

ټرمپ په دغې لیدنه کې وویل چې امریکا کولای شي په یوه اوونۍ کې د افغانستان په جګړه کې بریالۍ شي، خو هغه ټینګار وکړ چې له دې کار سره نه غواړي لس مېلیونه کسان ووژل شوي.

هغه په سپٍینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل غوره ګڼي چې له پاکستان سره همکار شي، څو امریکا د ویجاړونکې کړنې پر ځای د دغې جګړې بریالۍ شي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې موږ وغواړو چې په افغانستان کې یوې جګړه کې مبارزه وکړو، ما کولای شول چې په یوه اوونۍ کې د دغې جګړې ګټوونکی شم. نه زه نه غواړم چې لس مېلیونه تنه ووژنم. که‎چېرې زه غواړم د جګړې ګټوونکی شم، افغانستان به د ځمکې له مخکې ورک او له منځه ولاړ شي.»

هغه زیاته کړه:«زه نه غواړم چې دا لار کچ کړم. موږ به له پاکستان سره کار وکړو او نور ځان ته روزنه ورکوي. موږ نه غواړو پولیس واوسو، ځکه چې موږ له بنسټه پولیس یوو، او ټاکل شوې نه ده چې موږ دې پولیس واوسو.»

شریک یي کړئ