Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو کې د شاملېدو غوښتنه کوي

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو کې د شاملېدو غوښتنه کوي او وایي که چېرې حکومت په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو کې شامل وای، دغه خبرې به هېڅکله له بندښت سره مخ شوې نه وای.

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له بندون سره د مخامخ کېدو یو مهم لامل، په دغو خبرو کې د افغانستان څنډې ته کول بولي او اوس د خبرو په بیا پيلېدو کې د حکومت د پياوړي رول غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي چې د سولې خبرو پایلې ته د رسېدو په پاره افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې شامل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وايي:«افغان حکومت په هغو مذاکراتو کې چې په دوحه کې روان وو، که‎چېرې ونډه لرله، د دې سربېره هغه اصطحکاک چې د بهرنیو له خوا خوا رامنځته شوی، افغان دولت کولای شوای چې دغو خبرو ته دوام ورکړي.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دفتر وايي جرمني له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په برخه کې مرسته کولای شي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار سره په دې هکله کتلي دي.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار ویاند کبیر حقمل په دې اړه وايي:«المان له خپلو سیاسي او شخصي اندېښنو پرته له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي او د تېرې ورځې په لیدنه کې هم د دغو همکاریو پر پراختیا ټينګار وشو.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینه وایي ترهغه چې طالبان له امریکا سره هوکړې ته ونه رسېږي د افغانانو ترمنځ به خبرې پيل نه شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اولمپيک د ملي کمیټې رییس مولوي عبدالشکور مطمئن څرګنده کړه:«طالبانو له امریکې سره د امریکايي سرتېرو د اېستلو په اړه یوځل یوې پرېکړې ته ورسېږي. طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې له ټولو لورو سره خبرې کوي.»

له دې سره سره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ترمنځ ناستو کې ایران ته د رول ورکولو غوښتنه کړې ده. 

افغان حکومت هم په دغو ناستو کې ایران ته رول ورکول مهم بولي او په دغو خبرو کې کابل ته د ونډې په ورکولو هم ټینګار کوي.

شریک یي کړئ