Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان لوبغاړو کویټ کې د باولینګ سیالیو کې لوبه وکړه

د هيواد د باولینګ ملي لوبډلې د اسیا په کچه په ۲۵ پړاو سیالیو کې نن چهارشنبي(لړم میاشتې په لومړۍ نېټه) د خپلو سیالانو پر وړاندي دوه کس ییزه سیالۍ وکړې.

 د باولینګ آسیايي سیالۍ، په دغه پړاو کې د افغانستان په استازیتوب دوې مېرمنې او درې نارینه لوبغاړو له خپلو پیاوړو سیالانو سره لوبه وکړه.

که څه هم افغان لوبغاړي د نورو هېوادونو پرتله ښه وځلیدل، خو د مډال په ګټلو بریالي نه شول.

زحل بیات بیا په شپږو پړاوونو کې د ۱۰۵۶ امنیازونو او فضیلې حورزاده د ۱۰۳۶ امتیازونو په اخیستو که څه هم د مډال په ګټلو بریالۍ نه شوې، خو له خپلو کویټي او هندي سیالانو مخکې شوې.

د نارینه وو په برخه کې عبدالله نوري د ۱۲۱۰ امتیازونو په اخیستو له هند، کوریا، ازبکستان، ایران، اردن، قزاقستان، مصر، عراق، قطر او پاکستانه مخکې شول خو بشپړ امتیاز او مډال یې ترلاسه نه کړ.

دوه افغان لوبغاړي عبدالناصر صدیقي او فهیم قادري هره یوه د ۱۱۱۷ او ۱۱۰۸ امنتیازونو په اخیستو له پاکستان، اردن او عراقه مخکې شول خو د مډال په ګټلو بریالي نه شول.

د ویلو ده چې د باولینګ ښځینه افغان لوبغاړو د چهارشنبې په ورځ په دوو برخو کې سره سیالۍ وکړې.

د کویت په کوربتوب دغه لوبې د ۲۷ هېوادونو په ګډون د لسو ورځو لپاره روانې دي.

د هېواد د باولینګ ملي لوبډلې تر دي څو ورځي وړاندي خپلو سیالانو ته په تمریني سیالیو کې ماتي ورکړې وه.

که څه هم افغان لوبغاړي د نورو هېوادونو پرتله ښه وځلیدل، خو د مډال په ګټلو بریالي نه شول

شریک یي کړئ