افغان هوايي ځواکونو د تېرو ۱۷ کلونو په لړ کې د لومړي ځل لپاره، شپني عملیات پيل کړل.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې ملي پوځ د لومړي ځل لپاره له «اې ۲۹» ډولې جنګي الوتکې سره خپل شپني عملیات پيل کړل او دا عملیات په ارزګان کې په بریالۍ توګه ترسره شول.
د ملي دفاع وزارت چارواکي همدارنګه وايي چې د هوايي ځواکونو شپني عملیات، د دولت د مخالفو وسلهوالو د په نښه کولو او همدارنګه د عملیاتو په لړ کې د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ لپاره، د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه به راکمه کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوېد په دې اړه څرګنده کړه:«له دې مخکې موږ نه شوای کولای چې د شپې له خوا الوتنه وکړو او په خپل مشخص وخت امنیتي ځواکونو ته مرسته ورسوو او بمبارد وکړو.»
ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ پیلوټان د شپنیو عملیاتو ترسراوي لپاره له دوو میاشتو راهیسې پر تمریناتو بوخت دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان عبدالحمید حمید په دې اړه وویل:«د عملیاتو په لړ کې دوه ځواکونو ښه پایله لرلې، یو کومانډو او بل هم هوايي ځواکونه دي.»
له دې سره جوخت د هوايي عملیاتو په لړ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه تراوسه هم اندېښنې شته او هېوادوال له هوايي ځواکونو غواړي چې د عملیاتو په وخت کې دقیق وي او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي.
د امنیتي پروګرام پر بنسټ، د بلک هاک چورلکو او نورو جنګي الوتکو د سپارنې بهیر، د پیلوټانو روزنه او د هوايي ځواکونو درې برابرول، د هېواد د هوايي ځواکونو د پياوړتیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ مهم پروګرامونه بلل کېږي.