Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر:د مُلکیانو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

ولسمشر غني خوست ته د سفر پر مهال ویلي، باید په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو ژوند ته پام وشي، خو له دې سره په څنګ کې یې زیاته کړې چې سږ کال سوله او ټاکنې د حکومت لومړیتوبونه دي.

د دولتي عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي د ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار او خوست ولایت کې د لویو اقتصادي پروژو پرانستل د ښاغلي غني د سفر اصلي موخه وه.

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښونه دا ده چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي! د ولسي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده.»

بلخوا ولسمشر بیا په هېواد کې د بېلابېلو مسایلو سره چلند او د حالاتو څرنګوالي په تړاو خبرې کوي.

افغان ولسمشر په ډاګه کړه:«د لېوني تور چې دی، نو همدا ده چې زه له دغه هېواد سره د لېونتوب تر کچې مینه کوم. که‎چېرې څوک لېونی نه وي، نو دا ستر کارونه ترسره کولای شي؟ که‎چېرې سړی په سد وي وايي چې دا کېږي هغه کېږي، دا ستونزې دي. نو زه وایم چې له دغه لېونتوب سره، هر کارترسره کوم.»

یو شمېر خوستوال د ولسمشر دغو څرګندونو په اورېدو سر د خوست په اړه د ولسمشر پر پخوانیو ژمنو نیوکه کوي.

د خوست اوسېدونکي عبدل حکیم په دې اړه وویل:«ټولې هغه ژمنې چې له موږ سره شوې وې، پلي شوې نه دي.»

د خوست بل اوسېدونکي هم زیاته کړه:«له ولسمشر څخه زموږ غوښتنه همدا ده هغه ګټې چې خلک یې په خوست ولایت کې لري، په خپل پام کې ونیسي.»

ولسمشر غني د خوست هوايي ډګر ځغاست لیکې د کار د پيل او خوست ښار ته د برېښنا شبکې وېش په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

د ولسمشر په وینا خوست ښار کې د برېښنا شبکې پرانیستې سره په لومړي ځل ۱۳ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.

ولسمشر غني وايي، د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ورته د ملکیانو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده، باید مخنیوی یې وشي.

شریک یي کړئ