له هغې دوه ورځې وروسته، کله چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړ، ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه مني.
ښاغلي غني نن جمعه (د غوايي په ۷ مه) له غرمې مخکې په کابل کې د پخواني افغان ولسمشر داوود خان د تلین په مراسمو کې وینا کوله، سوله یې د افغانستان د خلکو حیاتي اړتیا وبلله او وې ویل چې په دې لړ کې اجماع شته.
ولسمشر زیاته کړه:«سوله د افغانستان د خلکو حیاتي اړتیا ده او په دې اړه اجماع شتون لري او همدارنګه په دغې لاره کې هېڅ ډول خنډ نه مني.»
ولسمشر غني، دوه میاشتې مخکې، د «کابل بهیر» په دویمه غونډه کې طالبانو له شرط څخه پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ، په یوې اعلامیه کې دغه وړاندیز رد کړ او د «خندق» په نامه د خپلو پسرلني پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکړ.
له دې سره جوخت، ولسمشر ټینګار کوي چې د ثبات او سوکالۍ لپاره ملي اراده شته او د رسېدو یوازینۍ لاره یې اساسي قانون دی.
د ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډېری پر هغه د واک د انحصار له امله نیوکه کوي.