Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۳۱ترهګرو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت نن(سې‎شنبې د کب۱۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ وسله‎وال وژل شوي دي.

دا عملیات د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي چې ۱۳ هوايي بریدونو سره د ترهګرو پټن‎ځایونه په نښه شوي دي.

د وژل شویو ترهګرو کې څلور تنه پاکستاني وسله‎وال هم شامل دي.

ملي دفاع وزارت څرګندوي چې پوځي عملیاتو کې ۱۷تنه وسله‎وال ټپیان او دوه نور نیول شوي دي.

افغان ځواکونو په غزني، پکتیکال، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، کندز، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ترسره کړي دي.

ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ترهګرو د یو شمېر وسلو او مهماتو له منځو وړو هم خبر ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې یې د ترهګرو ضد پوځي عملیات کړي دي او په ترڅ کې یې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ