Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

الیس ویلز د افغان سیکانو امنیت په تړاو اندېښنه ښودلې

د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې، الیس ویلز د افغان سیکانو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې:«زه افغانستان کې د سیکانو امنیت په تړاو ژوره اندېښنه لرم، ډېر وخت دی چې سیکان د افغانستان د فرهنګ او ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، اوس باید افغانان سره راټول شي او د مذهبي لږکیو امنیت تامین کړي.‎»

دا اندېښه په داسې حال کې څرګندیږي چې د روانې وري میاشتې په ۶مه نېټه کابل کې د افغان سیکانو او هندوانو وسله وال برید په پایله کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

هغه مهال درمسال کې د سیکانو ځانګړی دود روان وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې نېږدې دوو سوو کسانو ګډون کړی وو.

همداراز دوه کاله مخکې په ننګرهار کې هم پر سیکانو او هندوانو د ځانمرګي بریدپرمهال ۱۹ تنو ژوند له لاسه ورکړل او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

هغه مهال د افغانستان د هندوانو او سکهانو سراسري شورا، په یوه لیک کې له ولسمشر څخه غوښتي وو ترڅو په جلال ابا کې د ځانمرګي برید د څېړلو لپاره ځانګړی فرمان صادر کړي.

شریک یي کړئ