Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

الیس وېلز: د افغانستان ټیکاو د سولې په خبرو اترو کې نغښتی نه جګړه

د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د افغانستان د ټیکاو لاره سیاسي خبرې اترې بولي.

الیس وېلز له طلوع نیوز سره په مرکه کې پر طالبانو د واشنګټن د فشارونو دوام او د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي.

اغلې الیس وېلز څرګنده کړه:« نو بالاخره په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیاسي خبرو اترو پر بنسټ راځي، نه د جګړې له لارې، خو په ورته وخت کې به موږ پر طالبانو فشار راوړو او د افغان امنیتي ځواکونو څخه به ملاتړ وکړو.»

دغه امریکايي چارواکې د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا ته په  اشارې سره وايي، د سوېلي اسیا لپاره د امریکا کړنلاره د پاکستان لپاره یو فرصت بړلي .

هغه زیاتوي:« زموږ له نظره پاکستان دا فرصت لري چې د خبرو پر بنسټ د هوکړې له مخې ګډې ګټې وساتي، د پاکستان لپاره د امریکا نوې کړنلاره یو فرصت بولو دا چې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان د نظامي مرستو بندولو پرېکړه کړې، دا زموږ نهیلي څرګندوي، موږ تر اوسه داسې څه نه دي احساس کړي چې ګواکې پاکستان طالبان ځپلي.»

په اوسنیو حالاتو کې کابل چمتو دی چې د ترهګرو پر ضد د اړونده هېوادو نو مبارزه او هېواد کې د سولې ټينګښت څرنګوالي باندې بحث وکړي.

تمه کېږي چې د کابل بهیر دویمه غونډه د روان زیږدیز کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.

د دغې غونډې لومړی پړاو د افغان سولې خبرو برخلیک روښانه کېدو په تړاو د سږني کال د غبرګولي په میاشت کې تېر شوی دی.

شریک یي کړئ