د محمد اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړونکي» ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان پر سولې باور نهلري او دا ډله د افغانستان د خلکو په وړاندې د سر ټیټولو څخه پرته بله چاره نهلري.
ښاغلي صالح چې نن (یکشنبې د وږي په ۱۷مه) د ټاکنیزو منډو ترړو په درشل کې سمنګان ولایت ته تللی و، وویل چې د امریکا د ولسمشر لخوا د سولې خبرو اترو لغوه کېدل، د دې ښودنه کوي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو په اړه د افغان حکومت سیاست ارزول شوی دی.
هغه په دې اړه وویل:«طالبان پر سوله باور نهلري. طالبان په دې باور دي هر څوک کې چې طالب نه دی، باید له کېبل، له ړبړولو، زنداني کېدو، له وژنې او څنډې ته کولو سره بحث وکړي. دا افغانستان، هغه افغانستان نه دی چې پنځهويشت کاله پخوا خلک د طالبانو له بیرغه وېرېدل. نن کهچېرې تاسې له کندوزه خبر شئ، له تخار خبر شئ، له بغلان خبر شئ، وینئ، هر څومره چې دا ناپوه ډله برید کوي، د هغوی یوه ستره برخه زموږ د ملت لخوا په شاتمبول کېږي.»
هغه وايي انتخابات به په ټاکلي وخت وشي او خلک باید حکومت وټاکي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امر الله صالح څرګنده کړه:«ټاکنو ته له درې اوونیو کم وخت پاتې دی. ټاکنې کېږي.»
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند فرامرز تمنا هم نن د ټاکنیزو منډو ترړو په درشل کې هرات ولایت ته ولاړ.
تمنا د هرات ولایت د اوسېدونکو په منځ کې د خپلې وینا په لړ کې له هغوی وغوښتل چې ولسمشرۍ ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
امرالله صالح د سمنګان ولایت خلکو سره ژمنه کوي چې له ټاکنو وروسته به د هغه دروازه د خلکو پر مخ تړلې نه وي او هڅه کوي څو قانون پر ټولو یو ډول عملي شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې له یوې میاشتې په کم وخت کې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.