Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي ځواکونه غزني کې د غورځېدلې الوتکې د لوېدو څرنګوالی څېړي

امریکايي ځواکونه د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د کشفي الوتکې د لوېدو څرنګوالی څېړي.

د امریکا ملي پوځ یوازې څلور دا ډول کشفي او استخباراتي الوتکې په واک کې لرلې.

په غزني کې د «A-E11»ډوله امریکایي الوتکې له غورځېدو یوه ورځ وروسته امریکايي ځواکونه د دغې الوتکې څلور خواوې له هوا څاري او چا ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوي.

د امریکايي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې وه.

هماغه شان چې امريکايي پوځیانو رسنیو ته ویلي دغې الوتکې ځانګړی ماموریت درلود او د دې وړتیا یې لرله چې د عملیاتو پرمهال د هوايي او ځمکنیو ځواکونو ترمنځ د مخابرې له لارې اړیکه ټینګه کړي.

د امریکايي ځواکونه دغه الوتکه د غزني په ده یک ولسوالۍ کې چې د طالبانو په واک کې ده غورځېدلې ده.

ورته مهال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي چې له امکانه لیرې نه ده چې دغه الوتکه دې په توغندي رانسکوره شوي نه وي.

د ملي امنیت پخوانی عمومي رییس رحمت الله نبیل په دې اړه وویل:«په دې کې شک نشته هغه شخړې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ پيدا شوي، دا چې ایران له امریکا سره د مخامخ جګړې توان نه لري دا له امکانه لیرې نه ده چې ایران دې د هوا ضد وسلې طالبانو ته نه وي ورکړي.»

د امریکا د هوايي ځواکونو مجلې لیکلي چې په ۲۰۰۵ز کال کې د افغانستان په عملیاتو کې دغې الوتکې ته اړتیا پيدا شوه او له نوموړې الوتکې څخه د ۲۰۰۹ز کال راهیسې په بېلابېلو عملیات کې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د هوايي ځواک مخکنی قومندان عبدالوهاب وردګ په دې اړه وايي:«هر څومره چې په لوړه کچه الوتنه وکړي غوره او ښه سوق ادار لرلای شي او دا الوتکه ډېره لوړه الوتنه کوي او ګومان نه کوم چې دغه الوتکه دې له ځمکې ووشتل شي.»

په سیمه کې سرچینې وايي په الوتکه کې د سپورو کسانو مړي له طالبانو سره دي او ځينې یې هم طالبانو ژوندي نیولي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع په دې اړه څرګندوي:«وروستي معلومات دا دي، ډېره شونې ده چې په دغې الوتکه کې اووه تر اتو کسانو وو چې درې مړي په سیمه کې له طالبانو سره دي.»

له دې مخکې د امریکايي ځواکونو درې دغه ډول نورې الوتکې هم غورځېدلې دي.

د هوايي ټرافیکو د خدماتو د تنظیم رییس غلام معصوم معصومي په دې اړه وايي:«له دغې الوتکې رپوټ راغلی و چې ماشینونه یې ستونزه پیدا کړې ده.»

«A-E11»ډوله الوتکه چې تېره ورځ په غزني کې غورځېدلې د امریکايي ځواکونو له څلورو الوتکو څخه یوه ده چې ویل کېږي دغه الوتکې د کشفي ماموریت ترڅنګ د بمونو د غورځولو وړتیا هم لري.

د غزني ولایت خبریالان وايي چې امریکايي ځواکونه له هوا د لوېدلې الوتکې سیمه تر څار لاندې لري او چا ته اجازه نه ورکوي چې الوتکې ته نږدې شي.

شریک یي کړئ