Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي ډپلوماټه پاکستان ته تللې

امریکايي ډپلوماټه، الیس ویلز په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللې دې.

د آسیا سویل لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز به د خپل دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره پر دوو اړخیزو اړیکو او د افغان سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.

پاکستان ته د آغلې ویلز سفر سیمې ته د نوموړې د لس ورځني سفر برخه ده.

نوموړې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د امر یکا  او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک له بل هر وخته نېږدې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل  شاهین  جمعه(د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په استول شوې بیانیه کې هیله څرګنده کړې، څو د سولې هوکړه د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.

سهیل شاهین زیاته کړې ده، د هوکړې مخکې طالبان چمتو دي چې خپل پوځي عملیات راکم کړي.

هغه وړاندې ویلي دي:"موخه د تاوتریخوالي(کموالي) نه بهرنیو ځواکونو ته د امن چاپېریال رامنځته کول دي چې له افغانستانه ووځي."

نوموړي څرګنده کړې ده چې د بریدونو کمښت کې همداراز پر افغان ځواکونو هم د بریدونو کمښت شامل دی.

شریک یي کړئ