Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا افغانستان کې پر نجات بنسټ بندیز ولګوه

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت افغانستان کې د ټولنیزې سوکالۍ او ژغورنې بنسټ داعش ډلې ته د پیسو چمتو کولو کې د ونډې له کبله تحریم کړی دی.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په اعلامیې کې راغلي دې چې د نجات بنسټ د خیرغوښتونکو فعالیتونو تر پوښښ لاندې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیت ملاتړ او ورته د پیسو لېږد کې ونډه لرلې او کار یې کړی دی.

اعلامیه کې د نجات بنسټ د مشر، سیدحبیب احمد خان او د دغه بنسټ د ملاتړي، روح الله وکیل یادونه هم شوې ده.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ويلی چې نجات بنسټ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې افغانستان کې رامنځته شوی دی.

امریکا په دې باور ده چې د نجات بنسټ په مالي او مادي ډول د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کړی او همداراز ورته یې مالي او تخنیکي ملاتړي چمتو کړي دي.

د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي چې:«د ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د داعش خراسان څانګې مشرانو د نجات بنسټ په ملاتړ د سلفي یووالي تر پوښښ لاندې پلان شوې ناستې ترسره کړې. د نجات اجرایې مشرانو او افغانستان کې د سلفي مشرانو د ناستې مشري کوله، یو شمېر یې هم د نجات مالي ملاتړي وو. روح الله وکیل یو هغه کس چې تحریم شوی، د ناستې یو ګډونکوونکی وو.»

اعلامیه همداراز زیاتوي چې د داعش د خراسان ډلې یوه ګمارونکي په نجات بنسټ کې کار وکړ او په کابل کې یې دې بنسټ ته خلک جذب کړل او بیا یې ننګرهار ته د هغوی لېږد کې مرسته وکړه.

د واشنګټن په خبره د نجات بنسټ د داعش خراسان ډلې په استازېتوب قطر، عربي متحده اماراتو، عراق او د منځني ختیځ له نورو هېوادونو مرستې راټولې کړي او بیا یې په کابل او جلال اباد کې دا پیسې له بانکي حسابونو اخیستي او داعش ډلې ته یې رسولې دي.

 سید حبیب احمد خان چې ویل کېږي د نجات بنسټ مشر دی، اوس مهال په کویټ کې دی، خو د روح الله وکیل د هستوګڼې ځای په تړاو څه نه دی ویل شوي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د یاد بنسټ د مشر، سیدحبیب احمدخان یادونه هم شوې ده

شریک یي کړئ