Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک نېټه مشخصه شوه

د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ بالاخره له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته، د دغې هوکړې د لاسلیک نېټه مشخصه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې چې نن (جمعه د کب په ۲مه) خپره کړې، ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک به د فبرورۍ په ۲۹مه (د روان لمریز کال د کب په ۱۰مه) لاسلیک شي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته، ډېر ژر به د افغانانو - افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ به هم خبرې پیل شي - هغه خبرې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا په افغانستان کې به د دایمي اوربند او سولې لامل شي:«په وروستیو اوونیو کې د ملي یووالي له حکومت سره په مشوره، په دوحه کې د امریکا مرکچي پلاوی، له طالبانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سراسري او پام وړ کمښت په اړه هوکړې ته سره رسېدلي. د دغه تړون له بریالي عملي کېدو سره به د امریکا او طالبانو ترمنځ به د هوکړې د لاسلیک لپاره ګامونه پورته شي. موږ د دغه هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه چمتووالی نیسو. د افغانانو ترمنځ خبرې به له هغه وروسته ډېر ژر پیل شي او د هر اړخیز او دایمي اوربند او همدارنګه د افغانستان د راتلوونکي لپاره به هم د سیاسي لارې نقشه برابره شي.»

ورته مهال، طالب ډلې هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه لیک به په ذکر شوې نېټې لاسلیک او د هغه د لاسلیک په مراسمو کې به د نړیوالو هېوادونو استازي هم حضور ولري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې اوس د هوکړه لیک د لاسلیک د شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي:«اوس دواړه لوري د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره، د یادې شوې نېټې له رارسېدو مخکې مناسب امنیتي شرایط برابروي، د ځينو هېوادونو او سازمانونو لوړپوړي استازي به د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون په بار راوبلل شي، د بندیانو د ازاېدو لپاره به اړین چمتووالی ونیول شي، د هېواد له بېلابېلو لورو سره د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابروي، او په پای کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان له خاورې بل هېڅاته د زیان نه رسولو لار به هواړه کړي.»

بلخوا مایک پومپیو د تاوتریخوالي کمښت د سولې په درشل کې یو مهم ګام ګڼي او له افغانانو غواړي چې له دغې موکې استفاده وکړي.

هغه په خپل ټوېټرپانه لیکلي:«له لسیزو جګړو وروسته، موږ له طالبانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه یوه تفاهم ته رسېدلي یوو. دا یو سولې په اوږده مزل کې یو مهم ګام دی.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سر له شنبې (د کب له ۳ نېټې) په افغانستان کې د تاوتریخوالي پير پیل شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا دا پیر د اوو ورځو لپاره دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي چې امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کولو لپاره ځينې چمتووالی لري:«پروګرام دا دی چې دا پړاو له شنبې پیلېږي او افغان حکومت له دغې موکې د ګټې اخیستو لپاره چمتووالی نیولی؛ هیله لرو چې طالبان د ژمنې پربنسټ تاوتریخوالی کم کړي.»

له دغې طرحې خبرې سرچینې وايي چې د تاوتریخوالي د کموالي د طرحې پربنسټ، پر ښارونو، لویو لارو، د افغان او امریکايي ځواکونو پر اډو به بریدونه نه کوي.
 
شریک یي کړئ