Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا او طالبان لاهم نه دي توانېدلي چې په اوربند سره سلا شي

د سولې له خبرو خبرې سرچینې وايي چې امریکا او طالبانو په قطر کې د تېرو دوه ورځو په لړ کې نه دي توانېدي چې د تاوتریخوالي کموالي، اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پيل په اړه هوکړې ته ورسېږي.

له دغو خبرو یوه خبره سرچینه وايي چې طالبان د اوربند اعلان لا هم له وخت مخکې بولي او یوازې منلې یې ده که چېرې له امریکا سره هوکړه لیک لاسلیک شي، طالبان به د امریکايي ځواکونو پوځي اډ په لس کیلومټرۍ کې عملیات ونه کړي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ دا خبرې له درې ورځو راهیسې روانې دي.

د دواړو لورو ترمنځ خبرې د تړلو دروازو ترشا روانې دي خو د دې ناستې د یو شمېر ګډون والو په وینا د امریکا او طالب استازو د تاوتریخوالي د کمولو، اوربند او د افغانانو ترمنځ خبرو د پيلولو په اړه سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

آزاد خبریال سمیع یوسفزی وايي:«طالبان د یوه اسلامي دولت پر رامنځته کېدو ټینګار کوي او له افغان حکومت سره د یوه دولت په توګه مذاکره نه کوي او په دې برخه کې د عمومي اوربند اعلان ته حاضر نه دي.»

یو افغان چارواکی وایي د دواړو لوریو د موافقې په صورت کې اوربند، د افغانانو ترمنځ د خبرو او د تاوتریخوالي کمښت به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې ترڅنګ یوه ضمیمه وي.

له بلخوا طالبانو ته ځینې نږدې سرچینې هیله څرګندوي چې دغه خبرې به پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو پخوانی قوماندان سید اکبر آغا په دې اړه څرګنده کړه:«هوکړه لیک کابو وروستی دی یوازې حاشیه يي موضوعګانې پاتې دي چې دواړه لوري پرې بحث کوي چې اوربند هم یو له دغو حاشیو څخه دی او وبه لیدل شي چې ایا په راتلوونکو ورځو کې به د تاوتریخوالي کموالي، اوربند او د افغانانو ترمنځ پر خبرو به هوکړه رامنځته شي او که نه.»

له دې سره سره ملي یووالي حکومت وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو د کابل او واشنګټن هڅې همغږې شوي او د تاوتریخوالي د کمښت، اوربند او د افغانانو ترمنځ خبرو په اړه بحثونه د قطر په ناسته کې د افغان حکومت له مهمو غوښتنو څخه دي.

د اجراییه رییس ویاند مجیب رحیمي وویل:«د تاوتریخوالي د کمښت بحث، د اوربند په لور تګ، د مذاکرې لپاره د یوه ټول شموله پلاوي جوړېدل او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پيل، زموږ او زموږ د تړونوالو ګډې غوښتنې دي.»

د تاوتریخوالي کمښت په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ یو مهم بحث دی په دې مانا چې د تاوتریخوالي کمښت په اړه له موافقې وروسته به، طالبان د لویو عملیاتو او همداراز په لویو ښارونو او لارو کې له عملیاتو ډډه وکړي.  

شریک یي کړئ