Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا راتلونکو کلونو کې ۱۶۵بلک‎هاک چورلکې افغانستان ته ورکوی

د کابل هوايي ځواکونو لوا قومندان، ډګر جنرال امین جان وايي چې امریکا متحده ایالاتونه به ۲۰۲۲ زیږدیز کاله پورې ۱۶۵بلک‎هاک یا تور  شاهین  چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي.

دی زیاتوي چې د دې چورلکو د ورکړې بهیر به وروسته له درېیو میاشتو پیل شي.

ښاغلی امین‎جان وايي:«امریکا ژمنه کړه ده چې ۱۶۵ الوتکې به موږ ته راکوی، درې میاشتې وروسته به یې د ورکړې بهیر پیل شي. ځکه چې اوس زموږ پيلوټانو روزنه نه ده لیدلې او باید چې روزنه ورکړل شي. دلته د کندهار په میدان کې ورته روزنه ورکول کېږی.»

دا په داسې حال کې ده چې ددې وزارت مالی او تخنکي مرسیتال غلام سخي احمدزي کابل کې یوې خبرې ناسته کې ویلي وه چې د امریکا متحده ایالاتونه به له افغان امنتي ځواکونو د مالي کال تر پایه پورې د څلورو الوتکو مرسته وکړي.

ده ویلي وه:«په مشخص ډول ژمنه شوې ده چې څلو الوتکې به د روان مالي کال تر پایه پورې د افغانستان اردو ته وسپارل شي او دا بهیر به د ۲۰۲۲ کال تر پایه دوام ولري؛ دا مرستې به پړاونو کې ترسره شي.»

د نوموړي د خبرو له مخې که افغان دولت له فساد سره مبارزه ونکړي نړیواله ټولنه به د هیواد له امنیتي او دفاعي ادارو سره خپلې مرستې بندې کړي.

پاینده محمد له ۲۶ کلونو راهیسې د هېواد په هوايي ځواک کې د پيلوټ په توګه دنده ترسره کوي، نوموړي په افغانستان کې زده کړه کړې او له ډېرو کلونو راهیسې د جګړې ډګرونو ته پوځیان، پوځي او خوراکي توکي لیږدوي او د جګړې ټپيان او مړي له ناامنو سیمو څخه مرکز ته رسوي.

پاینده محمد وايي:«زموږ لومړي توب ځمکنیو ځواکونو ته مرسته ده او وروسته دوی ته د مهماتو لیږد او شهیدانو او ټپیانو لېږد دی.»

دغه پیلوټ چې په اوونۍ کې کابو شل ځله ولایتونو ته الوت کوي مجبور دی چې تر ډېره ټپي افغان پوځیان امنو سیمو ته ورسوي، دوي د خپل کار د سختو ورځو خاطرات بیانوي.

پوله‎ساتی، عبدالمتین زیاتوي:«یوه ورځ مو یو ټپي باید کابل ته رالیږدولی وی، خو هوا خرابه وه، او مزار ته ولاړو او ټپي په لاره کې ژوند له لاسه ورکړ.»

افغان پیلوټ، حشمت‎الله جاهد وویل:«سخت ورځ راته هغه وخت وه چې د یوه ځوان سرتېري پښې او یو لاس پرې شوي وو، او په لارې کې یې ژوند له لاسه ورکړ، دا زما لپاره سخته وه.»

بل افغان پیلوټ، محمد آصف امیني زیاتوي:«د جګړې ډګرونو ته تګ دی، خو تل د امنیت تامین لپاره الوتنې کوو، او د افغان ځواکونو لېږد لپاره.»

د کابل د پوځي هوايي ډګر چارواکي وايي ددغو چورلکو په ترلاسه کولو سره به د هوايي ځواکونو ډیرې ستونزې اوارې شي.

امریکا په دې وروستیو کې څلور چورلکې افغان هوايي ځواک ته سپارلې دي.

بلک هاګ یا تور باز چورلکې لږ مصرف لري او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۲ کاله پورې په افغان ځواکونو ته وسپارل شي

شریک یي کړئ