Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: طالبانو د هوايي بریدونو له امله زیات مالي زیانونه لیدلي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ مرستیال جنرال لینس بنج، وايي چې له طالبانو سره د حکومت د یو اړخیز اوربند له پیل څخه مخکې، امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ۱۵۴ مورچلو هوايي بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي او دغې ډلې ته له دې اړخه ۴۵ مېلیون ډالر زیان رسېدلی دی.

دغه امریکايي جنرال وايي چې دم‎ګړۍ د طالبانو ډېری تمویلونکې سرچینې له هغې ډلې د نشه‎يي توکو د تولید کارخونې د افغانستان په هېڅ برخه کې خوندي نه دي.

هغه همدارنګه په تدریجي توګه د هېواد د هوايي ځواکونو له پیاوړتیا خبر ورکوي او وايي چې د طالبانو پر مورچلو ۱۹ هوايي بریدونه د دغو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي او په پایله کې یې د نشه‎يي توکو پر ضد د افغانستان ځواکونو، طالبانو ته کابو د ۱۱ مېلیون ډالرو په ارزښت زیان رسولی دی.

هغه په دې اړه وویل:«د افغانستان هوايي ځواکونو، همدارنګه د لیزر په واسطه د لارښود شويو بمونو له غورځولو نیولي د یو اېچ – ۶۰ چورلکو د هوايي مبارزو تر بشپړتیا خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د دغه هېواد د ولسمشر د نوې تګلارې پر بنسټ، د طالبانو د سرچینو په نښه کول، د دغې تګلارې یو نوی مورد دی.

د سولې لپاره فشار

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«په هوايي مبارزاتو کې مو، موخه دا ده ترڅو پر طالبانو فشار راشي او سولې ته مخه کړي او مرسته وکړو ترڅو درک کړي چې سوله ورته غوره انتخاب دی.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«موږ هغوی (طالبان) له ژمني تراوسه تر فشار لاندې نیولي او د وروستي اوربند څخه مخکې، موږ وتوانېدو چې د طالبانو ۱۵۴ مورچلې په نښه کړو.»

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې نشتوالی

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ مرستیال همدارنګه څرګندوي، د دې سربېره چې په دې وروستیو کې پر طالبانو ۱۵۴ هوايي بریدونه شوي، تراوسه هېڅ داسې شواهد نشته چې د دغو بریدونو په لړ کې ولسي وګړو ته زیان رسېدلی وي.

ښاغلي بنج وايي:«زموږ بریدونو ډېر په دقیقه توګه ترسره شوي ترڅو ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه که‎چېرې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته مخه نه کړي او همدارنګه اوربند ونه غځوي، د ایتلاف ځواکونه به د دغې ډلې پر خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

جنرال لینس بنج وايي چې دم‎ګړۍ د طالبانو ډېری تمویلونکې سرچینې له هغې ډلې د نشه‎يي توکو د تولید کارخونې د افغانستان په هېڅ برخه کې خوندي نه دي.

شریک یي کړئ