Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي"

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې باور دی چې واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي وروسته امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز په افغانستان کې د ځينو امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

ښاغلی حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي او نوموړی دا شرطونه د سولې په وړاندې جدي خنډ ګڼي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«اوس د امریکا له خوا د نویو وار له مخې شرطونو په توګه وړاندې شوي چې طالبان دې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او حتا ویل کېږي چې له طالبانو یې غوښتي چې د هغوی د ځينو سرتېرو د حضور په اړه هم هوکړه وکړي.»

طالبانو تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د سولې بهیر د ملي یووالي حکومت دوې اصلي برخې د اوربند په اړه د نظریاتو له توپير سره مخامخ کړې دي.

په داسې حال کې چې ارګ اوربند د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلولو لپاره مهم شرط بولي خو اجراییه ریاست د خبرو د پیلولو لپاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت بسندویه بولي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وايي:«که چېرې د تاوتریخوالي کموالی د هغو معیارونو او میکانیزم پر بنسټ وي چې د امریکا او د افغانستان د حکومت لپاره د منلو وړ وي زموږ لپاره هم د منلو دی او اوربند کولای د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې مطرح شي.»

له دې سره سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيلولو لپاره د افغان حکومت او طالب ډلې نرمښت او نعطاف منل ډېر مهم بلل کېږي.

د افغانستان د ستراتېژيکو څېړنو د انسټېټیوټ څېړونکی حسن احساني وویل:«اړتیا ده چې نرمښت وښودل شي او دا نرمښت باید د طالبانو له لوري وښودل شي، طالبان باید د افغانستان واقعیتونه ومني.»

له بلخوا د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په امریکا کې له آکسیوس خبري ویب پاڼې سره په مرکه کې په روان کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د وروستي کېدو د احتمال خبر ورکوي، ځکه د هغه په وینا په جګړه کې د افغان دولتي ځواکونو توانمني زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په دې اړه ویلي:«ښايي ټرمپ سږ کال له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړي خو آن که ونه توانېږي چې هوکړې ته ورسېږي، ولسمشر تراوسه هم چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.»

طالبان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي د کمښت د څرنګوالي په اړه سلامشوره کوي او په قطر کې د امریکا استازي په دې اړه د طالبانو د ځواب په تمه دي.

ویل کېږي چې د تاوتریخوالي د کمښت په هکله د طالبانو د دریځ له روښانه کېدو وروسته تمه کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راشي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه