Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکې افغان هوايي ځواکونو ته څلور نورې «بلک هاک» چورلکې ورکړې

امریکا د بلک هاک چورلکو د لېږد په دویم پړاو کې هم افغان هوايي ځواکونو ته څلور بلک هاک چورلکې وسپارلې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان وايي چې په راتلوونکي جنګي موسم کې به طالبان له داسې بریدونو سره مخ شي چې تراوسه یې تجربه کړي نه‎دي.

د دغو څلورو چورلکو له ورکړې سره اوس د افغانستان هوايي ځواکونه اته بلک هاک چورلکې لري.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو قومندان وايي چې اوس د عراق او سوریې له ماموریت وروسته افغانستان ته د دغو ځواکونو پاملرنه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو مسوول جنرال جمز هاکر څرګنده کړه:« په عراق او سوریه کې ۹۸ سلنه داعشیان له‎منځه وړل شوي او موږ په افغانستان کې خپل ځواکونه او امکانات زیاتوو او دا کار به له موږ سره مرسته وکړي چې د ترهګرو پرخلاف جګړه په لازمه توګه پرمخ بوسو.»

ښايي د جګړې په راتلوونکي موسم کې د دولت د مخالفو وسله والو پرخلاف د افغانستان او امریکا د هوايي ځواکونه بریدونه زیات شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پلان جوړونې مسوول جنرال بنچ په دې اړه وویل:« د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته موږ دې پړاو ته رسېدلي یوو چې دښمن ته بې مخینې ګوذارونه ورکړو، تاسو شاهد وئ چې په تېرو څو میاشتو کې مو د هغوی د نشه‎يي توکو د تولید مرکزونه په نښه کړل.»

له بلخوا افغان حکومت یو ځل بیا امریکا ته د هېواد د هوايي ځواکونو د اړتیاوو نوملړ ورکوي.

د افغان هوايي ځواکونو قومندان جنرال شعیب په ډاګه کړه:«د انکشافي پلان په مطابق د چورلکو او د پرمختللو الوتکو د اکمال په برخه کې لکه بلک هاک او نورې الوتکې اقدام کړی انشاالله چې زموږ اړتیاوې به پوره شي.»

ټاکل شوې تر راتلونکو څو کلونو پورې امریکا ۱۶۰ بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکړي.

د دغو څلورو چورلکو له ورکړې سره اوس د افغانستان هوايي ځواکونه اته بلک هاک چورلکې لري. له بلخوا افغان حکومت یو ځل بیا امریکا ته د هېواد د هوايي ځواکونو د اړتیاوو نوملړ ورکوي.

شریک یي کړئ