ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو، په غزني ولایت کې د طالبانو له یوه بنده شپږ ولسي وګړي ازاد کړل.
د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دغه ولسي وګړي له یوې مودې راهیسې د غزني ولایت په ګیروي ولسوالۍ کې د طالبانو په بند کې وو.
د دغه وزارت په وینا، دغه مُلکیان د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ازاد کړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د رسنیو دفتر زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې، یو طالب جنګیالی نیول شوی دی او همدارنګه د طالبانو د وسلو یو زېرمه هم له منځه تللې ده.