Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انجلینا جولي: د سولې بهېر کې دې د ښځو حقونو خوندي شي

د هالیووډ لوبغاړې او د ملګرو ملتونو استازې، انجلینا جولي د ښځو یووالي ورځې په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان له ښځو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغان مېرمنو له ستونزو سره خپل حقونه ترلاسه کړي دي او اوس یې برخلیک څرګند نه دی.

هغې همداراز ویلي د هغو هېوادونو له ښځو سره ولاړه ده چې خپلو حقونو ته کم لاسرسی لري او یا هم له ګواښونو سره مخامخ دي.

جولي زیاتوي چې څو ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او هغې کې د ښځو ونډه نه وه، د افغانستان اساسي قانون په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته پام نه دی شوی او د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو د افغانانو ترمنځ خبرو کې چې ټاکل شوې لنډ وخت کې ترسره شي، کوم تضمین نشته.

د هغې په خبره چې ټول غواړي څو افغانستان کې سوله راشي. خو هغه سوله چې د ښځو د حقونو په قیمت ترلاسه شي، په هیڅ صورت سوله نه ده، یوازې په بېلابېلو معناوو تاوتریخوالی دی.

مېرمن جولي څرګندوي چې دا د افغانانو، افغان ځواکونو او د هغو نړیوالو همکارانو قربانیو ته خیانت دی:«ټول حکومتونه د امریکا متحده ایالاتو په ګډون باید د خبرو راتلونکو پړاونو کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړي.»

جولي له حکومتونو غواړي څو دا روښانه شي چې د سولې خبرې د ښځو پر حقونو اغېزه نه کوي، او د ډموکراتیکو بنسټونو ملاتړ وکړي.

انجیلینا په پای کې همداراز ليکي چې«زه هیله لرم، ټول هغه کسان چې ځانونه د ښځو د خوځښت برخه بولي، او خپل ملاتړ له افغان ښځو ښکاره کوي، خپل غږ ښکاره کړي دا چې هيڅکله یې غږ نه ټیټیږي. ډېرو افغان ښځو خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی ـ او یا یې له لاسه ورکړی ـ څو سترو ازادیو ته ورسیږي. دوی باید هېرې نشي او د دوی د هېواد دغه حساس پړاو کې دوی باید یوازې پاتې نشي.»

انجلینا جولي وايي، هغه سوله چې د ښځو د حقونو په قیمت ترلاسه شي، په هیڅ صورت سوله نه ده، یوازې په بېلابېلو معناوو تاوتریخوالی دی

شریک یي کړئ