Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوربند؛ وردګو کې طالبانو او خلکو د اختر لمونځ یوځای ادا کړ

نن جمعه (د زمري ۱۰مه) چې د حکومت او حکومت ترمنځ د درې ورځني اوربند لومړنی ورځ وه، د دواړو لورو ترمنځ د هېڅ نښتې رپوټ نه دی ورکول شوی.

خو په هرات ولایت کې یوه چاودنه شوې چې په هغه کې ۱۵ تنه ټپيان شوي - هغه چاودنه چې معلومه نه ده د کومې ډلې کار دی او هېڅ دلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.

طالبانو او حکومت د لوی اختر درې ورځې - چې نن یې لومړی ورځ وه - اوربند اعلان کی دی.

هېوادوالو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دغه اوربند له اعلان څخه هرکلی کوي او دا یې سولې ته د رسېدو لپاره یو ګام بللی دی.

له دې ډلې د میدان وردګو په تنګي سیمه کې د طالبانو ځینې غړي او د دغې سیمې اوسېدونکي د اختر لمونځ سره په ګده ادا کړ او دوی هم د تاوتریخوالي د پایته رسېدو په برخه کې اوربند ډېر اغېزمن بولي.

د میدان وردګو د تنګي اوسېدونکی حبیب الرحمان وویل:«له ټولو تمه لرو چې له دې اوربند وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.»

د تنګي بل اوسېدونکی عصمت الله هم وايي:«ټول خوشحاله دي؛ په بې غمۍ یې قرباني وکړه، ټکې ټوکې نه وې.»

د طلوع نیوز خبریاله زهرا رحیمي چې د اوربند د څرنګوالي د خبري پوښښ لپاره میدان وردګو ولایت ته تلې ده، وايي چې د کابل - سوېل لویه لار چې له میدان وردګو څخه تېرېږي او تل د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهده ده، نن په دغې لویې لار کې هېڅ نښته نه ده شوې.

ورته مهال د لوګر ولایت ځينې اوسېدونکي هم له اوربنده هرکلی کوي او له ښکېلو لورو غواړي چې دا اوربند دایمي کړي.

د لوګر اوسېدونکی عبدالواحد وویل:«له طالبانو غواړو چې خدای ومني، قران ومني، ورور وژنه ونه کړي، اوربند وکړي.»

د کابل اوسېدونکو هم د اختر او اوربند لومړۍ ورځ د هر ډول برید له وېرې پرته تېره کړه او دوی هم له روانو ناخوالو ستړي ښکاري.

دا په درې وروستیو کلونو کې درېیم ځل دی چې طالبان او حکومت د کوچني او لوی اختر په ورځو کې اوربند کوي.

هغه اوربند چې اوس د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل په درشل کې عملي کېږي، او په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره هیلې زیاتې کړې دي.

طالبانو له اختر مخکې ویلي وو که چېرې د دغې ډلې د بندیانو د خلاصون بهیر له اختر مخکې بشپړ شي، هغوی حاضر دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې له اختر وروسته پيل کړي؛ خو ولسمشر غني وویل چې ټاکل شوې نه ده ۴۰۰ طالب بندیان - چې په پنځو زرو کې شامل دي له بنده ازاد شي. خو طالبانو تېر ماښام اعلان وکړ چې د حکومت ټول زر بندیان یې له بنده ازاد کړي دي.

له دې ټولو سره به ولیدل شي چې د سولې مذاکرات به ایا ډېر ژر پیل شي که نه؟

شریک یي کړئ