Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اورپایې ټولنه د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې خبرو پیلېدل غواړي

افغانستان لپاره د اورپایې ټولنې ځانګړی استازی وایي چې د خبرو بیا پیل باید د اوربند لامل شي ترڅو دغه خبرې د افغانانو ترمنځ دمخامخ خبرو دپیل لامل شي.

رولاند کوبیا چې نن(یکشنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، له طالبانو سره د امریکا د خبرو د بیا پيلولو د هڅو په اړه خبرې کوي او وايي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو په بیا پيلیدو سره باید اوربند ټینګ او د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، رولاند کوبیا وايي:«‎اروپايي ټولنه غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې زر ترزره پیل شي ترڅو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي او په دغو خبرو کې بیلابیل سیاسي اړخونه ونډه ولري.»

دغه لوړپوړی اروپايي دییلومات د سولې په خبرو کې د افغانانو د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کوي او وايي باید افغانستان شا ته ستون نه شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، رولاند کوبیا زیاتوي:«‎که داسې دولت وي چې اساسي ارزښتتونو ته درناوی ونه کړي، د بیلګې په توګه که اسلامي امارت رامنځته شي او اوسني حقونه خوندي نه شي، ډیره ستونزمنه ده چې اروپايان له دغه راز دولت یا ادارې سره مرسته یا همکاري وکړي.»

ورته مهال کابل کې د اورپایې ټولنې سفیر د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان کې ځنډ په انتخاباتو کې د روڼتیا رامنځته کیدو لپاره ګټور بولي  او ټینګار کوي چې سیاستوال او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان نه باید د انتخاباتو پایلې بحران ته یوسي.

د اروپايي ټولنې سفیر، پیري مایډون څرګندوي:«‎د ولسمشرۍ ټاکنو پلانونه یوه پیچلې موضوع ده، دا ځل د بایومتریک دستګاوو کارول د ټاکنو د پایلو د روڼتیا او اعتبار ورکولو د تضمین بله برخه ده نو د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه ددغه بهیر د وروستي کولو لپاره لازیات وخت ته اړتیا لري.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، رولاند کوبیا زیاتوي:«‎ټول سیاستوالان او نوماندان باید ډاډمن شي چې د اساسي قانون نظم ته درناوی وشي او د ټاکنو پایلې اعتبار ولري، یو نوی ولسمشر راشي او مشروع ولسمشر وي، که څه هم شکایتونه کیږي خو باید څوک د ټاکنو پایلې له ننګونو سره مخامخ نه کړي.»

اروپايي ټولنه تمه لري چې د ټاکنو دپایلو له اعلان وروسته د حکومت مشري زرترزره د سولې خبرو د پیلولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي.

په دې لړ کې اروپايي ټولنه د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غواړي چې د ټاکنو پایلې له کړکیچ سره مخامخ نه کړي

شریک یي کړئ