Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوسنی او ملي یووالی حکومت د جوړښت له پلوه څه توپير لري؟

تړوني حکومت چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړه لیک په لاسلیک سره رامنځته شوی، له جوړښتي پلوه له ملي یووالي حکومت سره څه توپير لري.

ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۴ز کال کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د هوکړه لیک په پایله کې رامنځته شو. 

په اوسنۍ سیاسي هوکړه کې د حکومت کابینه په پنځوس پنځوس توګه وېشل شوې ده او په ځینو نورو برخو کې په ځانګړې توګه د والیانو په ګومارلو کې هم دواړه مشران به خپل د خوښې څېرې وګوماري.

په ملي یووالي حکومت کې هم کابنیه پنځوس پنځوس وېشل شوې وه. د هغه حکومتوالۍ ډول چې د نارضایتۍ له زیاتوالي سره هم مهاله کړکېچونه یې هم له ځان سره لرل.

د کابینې وېش او په حکومت کې د لورو ونډه د اوسني سیاسي هوکړې په درېیمه برخه کې راغلې ده.

د همدغې برخې پر بنسټ، ولسمشر غني په یوه فرمان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان لاسلیک کړی دی.

د دې برخې په لومړني بند کې ښاغلي دوستم ته د دولت د عالي شورا غړیتوب او دغه راز د امنیت شورا غړيتوب هم ورکړل شوی دی.

ددې بند په دویمه برخه کې راغلي دي چې د مصالحې د عالي شورا رییس به د کلیدي وزارتونو په ګډون پنځوس سلنه کابینه معرفی کړي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او د عبدالله عبدالله له پلویانو محمد محقق وايي:«تبصره شوې چې د مصالحې عالي شورا هم کولای شي د سولې په اړوندو چارو کې، د کابینې جلسې دعوت کړي، البته دا د مصالحې په اړخ کې دي. خو فکر کوم چې ملي یووالي حکومت سره یو ډول توپیر لري.

د سیاسي هوکړې پربنسټ عبدالله عبدالله او د هغه د ډلې غړو ته ۱۱ وزارتونه هم وړاندیز شوي دي.

سرچینې وایي چې په یو شمېر نورو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو وزارت کې هم د ونډې د اخیستو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

حقوق پوه علي فرهنګ په دې اړه څرګندوي:«هېڅ تضمین او نښې نشته چې په راتلوونکو کلونو کې دغه تړوني حکومت بریالی وي او لاسته راوړنې ولري او پر کړکېچونو بریالی شي.»

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دی چې د ولایتونو والیان د دواړو لوریو په هوکړې سره معرفي کېږي. د دغو څوکۍ نوماندان د وړتیا له مخې معرفي کېږي.
بدلون، تبدیلي او ګوښه کول د موجه دلایلولو له مخې او د دواړو لوریو په هوکړې سره ترسره کېږي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري په دې اړه وايي:«خوشبینه نه یم د دې لپاره چې موږ د ملي یووالي حکومت پنځه کلنه ترخه تجربه لرو.»
 
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وویل:«ومو لیده چې ثابته شوه هر یوه یې ویل یو بل نه منو خو نن په یوې کاسه کې اوبه څښي.»

په ملي یوالي حکومت کې هم واک پنځوس - پنځوس ویشل شوی و؛ د حکومتولۍ بڼې چې د نارضایتۍ په زیاتېدو سره یې په پایله کې کړکیچونه هم رامنځته شول . خو وبه لیدل شي چې ددې حکومت د کار پایله به څه وي .
 
شریک یي کړئ