Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"ایران له اجازې پرته د مړه شویو افغانانو د بدن غړي وباسي"

په ایران کې د یوه مړه شوي ځوان خپلوان وايي چې افغانستان ته د هغه د مړي له لېږد مخکې، د دغه ځوان د بدن ټول داخلي غړي د ایران ډاکټرانو له خوا ایستل شوي دي. 

هغوی وايي چې د ایران ډاکټرانو، د دغه ځوان د کورنۍ له اجازې پرته د هغه د بدن غړي ايستلي دي - هغه کار چې د هغوی په وینا بې رحمانه او له انسانیت لیرې دی.

۲۳ کلن وحید چې د کار لپاره ایران ته تللی و، موده مخکې د ایران په یوه روغتون کې له مغزي سکتې وروسته ساه وکړه.

د وحید کاکا عبدالله وايي:«زموږ د افغانانو بدبختي دا ده چې موږ مشر نه لرو، زموږ هېواد بې برخلیکه دی؛ هر ځای ته ځو، په سیندونو کې ډوبېږو، بهر ته ځو وژل کېږو... که چېرې زموږ ځوانان ایران ته ځي او که چېرې په یوه پېښه کې هلته وژل کېږي د بدن ټول غړي - قلب، تشي، د سرمغز، سترګې - ایستل کېږي.»

د هرات د سړې خونې ساتونکی وايي په هره اوونۍ کې له ایرانه د افغانانو تر پنځو مړي چې د بدن غړي یې ایستل شوي دغې سړې خونې ته رسېږي.

د هرات د سړې خونې ساتونکی حبیب الله څرګنده کړه:«هره شپه یوه دانه، دوه دانې - د اوونۍ څلور دانې، پنځه دانې راځي چې د سر مغز یې اخیستل شوي او همدارنګه له تشې خېټې سره.»

په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ مسوولین په دې اړه بې خبري ښيي او خبرو کولو ته هم نه چمتو کېږي؛ خو د هرات په حوزه يي روغتون کې ډاکټران وايي د طبابت د اخلاقو له اړخه، د یوه مړي د کورنۍ له اجازې پرته د هغه د بدن د غړو ایستل جرم بلل کېږي.

د هرات د حوزه يي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وویل:«په هغه صورت کې که چېرې د مړه شوي خپلوان هوکړه ونه لري، هېڅکله ، اخلاقاً او د عدلي طب د قانون له پلوه د بدن غړو اخیستل جایز نه دي.»

بې وزلي او بېکاري هغه دوه لاملونه دي چې، په کال کې ډېرئ ځوانان ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي. شمېرو له مخکې دم کړۍ څه باندې یونیم مېلیون افغان وګړي په ایران کې کډوال دي.

شریک یي کړئ